د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې د درغلو ضد مبارز انا هزارې ونیول شو


په هند کې د درغلیو او بډو رشوتونو ضد مبارز انا هزارې
په هند کې د درغلیو او بډو رشوتونو ضد مبارز انا هزارې

رپوټ ګل ایاز پراګ


هند کې د اداري فساد پرضد مبارزه کونکي ۷۳ کلن انا هزاري نيول شوي دي. انا هزاري سماجي کارکونکي دي او د هند مهارشټر رياست سره تعلق لري.نوموړی له ۲۰ کالو راهیسي د اداري فساد او د بډي رشوتونو پرضد مبارزه کوي .

هغوی د مهاتما ګاندي له فلسفې متاثره دی ځکه خو په هيواد کې د اداري فساد پرضد مبازه کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د بډې رشوتونو د ختمولو لپاره دې د يو موثره قانون منظوري ورکړي.

د انا هزاري د ژوند او ددوی د کار په اړه د هند سرښار نوي ډیلی کې خبرياله سميتا شرما وايي، هغه خپل کلی دیوې نموني په توګه جوړ کړی دی او په مسلسله توګه یې د بډې رشوتونو پرضد اواز راپورته کړی دی. د لږ مودي لپاره په پوځ کې هم شامل شوی وو. هغه په خپله مبارزه له د مهاراشېټر رياست د سرکار بنيادونه لړزولي دي.د هغوی د مبارزې له وجې ددغه ریاست درې وزيران د درغلی په تورونو لرې کړی شوی دي.
نو دوي يو قسم سپېځلۍ مبارز دی او دوی دا غوښتنه کوي چې د جن لوک پال په نامه قانون جوړ شي چې یو ازاد کمشين وي چې د حکومتي چارواکو سره سره د وزيراعظم او د عدليه هم احتساب وکړی.٬٬

د انا هزارې ملاتړي د پولیسوالو د ګاډو دمخنیوي هڅه کوي چې غوښت یې اناهزارې د نهر ناستې نه مخکې ونیسي.

د انا هزاری ددي غوښتنو په ځواب کې حکومت د لوک پال په نامه بل وړاندی کړی وو خو انا هزاری بل رد کړی دی . دوي د حکومت ددي ګام پرضد د نهرې ناسته چې ورته بوک هړتال هم ویل کېږي اعلان کړی وو.
خبرياله سميتا شرما وايي چې حکومت د انا هزاري ددي غوښتني ته تيار نه دي چې وزيراعظم دي هم د احتساب په دایره کې راوستل شي ،حکومت وايي که چرې تاسو وزيراعظم په دي کې راوستو نو ډیرې مسلي راپورته کيدای شي .وزيراعظم به بيا په ازاده توګه کار ونکړی شي ددوی په لاره کې به هر وخت خنډونه وي پلټني به وي. دويمه خبره دا ده چې عدليه په دې قانون کې راوستی شي او که نه...ددي په اړه یو جلا قانون راروان دي چې نوم يې د عدليه د احتساب بل دي. او دا ځکه چې د عدليه په اړه داسي معاملات راغلي وو چې عدليه کې هم بډې رشوتونه اخستلي کيږي او ايا عدليه بدعنوانه ده که څنګه.


حکومت د انا هزارې د غوښتنو په ځواب کې يوه ډله جوړه کړی وه چې ۱۰ وزيران پکي شامل وو. دوی د انا هزاري لخوا ټاکلي شوې ډلي سره خبری کړی وي خو چې کوم بل يې وړانډې کړی وو هغي سره انا اختلاف وکړو.

د انا هزارې مبارزې په هند کې ولس ډير زيات متاثره کړی دی . ددوي په مبارزه کې د ژوند د هرې څانګې سره تعلق لرونکي ګډون کوي. سمیتا شرما وايي چې په ۱۹۷۵ کې د اداري فساد پرضد چې کومه مبازره شوې وه دی د هغې وروستو دا لومړی ځل دی چې دومره زيات شمير کې ولس د انا هزاري ملاټر کوی.


سمیتا شرما زیاتوي ، انا هزاري چې چرته هم ځی ولس ورسره ټرلی کيږي او دې مبارزې ولسي بڼه ه خپله کړېده.
د انا هزارې ملاتړي

د انا هزاری د نيولو روستو د هيواد د هر ګوټ نه دهغه په نيول کيدو ولس خفه دي او ددوی په مبازره کې لګیا دي شامیلېږي.

د ټولو مهمه خبره دا ده چې د اداري فساد نه ولس تنګ شوی دی . په لکونو او په کروړونو روپو د بډو او ر شوتونو خبرې مخې ته راغلې دي . نو ولس د لوک پال د بل تيکنيکي اړخونو سره بلد نه دي خو ولس په دې خبره رسيدلی دی چې د بډې رشوتونو د ختمولو وخت رارسيدلي دي.

د انا هزاري د مبارزي په اړه د هند مخالفي ډلې بارتییه جنتا ګوند بي جې پي دریځ مخ ته نه دی راغلي او واکمنه ډله هم خاموشه ده. د انا هزاري په یو وډيويي پيغام کې خپلو ملاتړو ته د ګرفتارو په اړه وينا هم کړې ده.
XS
SM
MD
LG