د لاسرسي ځای

په شام کې ایراني نښانچیان مظاهره چیان وژني


یو ویډیو تصویر چې پکې ویشتل شوي مظاهره چیان ښودل کېږي

یو ویډیو تصویر چې پکې ویشتل شوي مظاهره چیان ښودل کېږي


د برتانيیا ورځپاڼې دی ډيلي ټيلي ګراف وايي په شام کي د ولسمشر بشارالاسد د حکومت پر ضد د راپورته شوو مظاهرچيانو د ځپلو لپاره له ايرانه راغلي نښانچيان په بيلا بيلو برخو کي ځای پر ځای شوي دي.



دې ټيلي ګراف ورځپاڼه د نوم نه څرګندولو پر شرط د هغه افسر چې اوس ترکي ته تللی دی وايي چي ده ته د مظاهرچیانو د وژلو حکم ورکړل شوی وو.


دده په وينا په طرابلس کي يي په مظاهرچيانو ګولۍ چلولې او بنديان يي وهلي ټکولي دي.


دی زياتوي په شام کي د مظاهرچيانو دځپلو لپاره د راغلو ايراني عسکرو له شتون خبر وو.


د شام دې افسر دي ډيلي ټيلي ګراف ته ويلي چي د ايراني عسکرو په اړه ورته معلومات وو خو دوی د شام له ځواکونو ليري ساتل شوی وو او ورسره د خبرو کولو اجازه نه وه.

دا افسر داوخت د ترکي د يلا داغي ښارګوټي سره نږدې د کډوالو په کيمپ کې ژوند کوي .


ورځپاڼه وايي چي د نوموړي ددې خبرو تصديق نور رپورټونه هم کوي چي شام د بشارالاسد د يو څلويښت کلنې واکمني د له مينځه وړونکو مظاهرچيانو د ځپلو لپاره له ايرانه مرسته غوښتې ده.


په شام کي د تشدد له وجې په زرګونو خلکو کورونه پريښودلي دي.


په دوی کي د شام د پوليسو د استخباراتو يو پنځه څلويښت کلن افسر هم شامل دی.


نوموړي ورځپاڼي ته ويلي چي د شام د امنيتي ځواکونو عسکر هم دده په شان احساسات لري خو دوی ويريږي چي که چرته حکم و نه مني نو به ووژل شي.

ده له ورځپاڼي سره هغه تفصيل هم شريک کړی چي څنګه به مظاهرچيان چې په کې ديارلس کلن ماشومان هم وو، تاڼو ته راوړ کيدل او د لوړ پوړو افسرانو د خوشاله کولو لپاره به وهل کيدل.


نوموړی هغه ناوړه کيسه هم بيانوي چی د جولای په مياشت کي د پوليسو استخباراتو د نهه مخالفه مشرانو میرمني ونيولې ، دوی يي بربنډي کړې او بيا يي په کوڅو کي و ګرزولې.


دده په وینا دا يي ځکه وکړل چي ددوی خاوندان تسليم شي اودوه ورځی وروسته هم داسي وشو.


ورځپاڼه ددې افسر په اړه ليکي چي د کډوالو په کيمپ کي هيڅوک نه دي خبر چي ده په مظاهرچیانو ډزي کړې وې، خو دی ويريږي که چرته بيرته شام ته لاړ شي نو د يوه تېښتدلي په توګه به ووژل شي.

.
XS
SM
MD
LG