د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق له ۱۲ نه زیاتو چاودنو لړزولی دی


په کرکوک کې د چاودنې یو انځور
په کرکوک کې د چاودنې یو انځور
نن د عراق په بېلا بېلو ښارونو کې له دولسو زیاتې چاودنې شوې دي.

تر ټولو خونړۍ چاودنې په منځني ښار کوت کې شوې دي. د دې دوو چاودنو پر مهال لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي او له ۶۰ زیات ژوبل دي.

چارواکي وايي لومړۍ چاودنه په یوه مصروف بازار کې وشوه، دې پسې دستي دویمه چاودنه هغه وخت وشوه چې خلک د لومړۍ چاودنې ځای ته ور غونډ شول.

په نجف کې د موټر بمي برید پر مهال لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. دا برید پر یوه امنیتي پوسته شوی دی. هلته په تکریت کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي دي چې په کې دوه پولیسان وژل شوي دي.

په کرکوک کې د یوې بلې چاودنې پر مهال یو کس وژل شوی دی.

په کربلا کې د موټر بمي چاودنې پر مهال دوه کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG