د لاسرسي ځای

تازه خبر

په موسی خیل کې د معدني زېرمو منصوبه پرانستل شوه


د پاکستاني پوځ مشر جنرل پرویز کیاني د موشی خیلو د معدني زېرمو د منصوبې پرانستنه کوي
د پاکستاني پوځ مشر جنرل پرویز کیاني د موشی خیلو د معدني زېرمو د منصوبې پرانستنه کوي
د بلوچستان وسایل به ددغه صوبې د خلکو وي.جنرل کیاني

نیازموسی خیل،کوټه

د بلوچستان په ضلع موسی خیل کي د کویلې او سنګ مرمرو د لویو معدني زېرمو د پرانستلو وروسته،د پاکستاني پوځ مشر،جنرل پرویز کیاني ویلي چې د موسی خیل ضلعې پر معدني زیرمو لومړی حق ددغه سیمې د اوسېدونکو دی.

نوموړي دا هم وویل چي د موسی خیل په شمول،د بلوچستان په کومه سیمه کي چي قدرتي وسایل موندل کیږي،پر هغو اول حق ددغه صوبې د ولس دی.

پښتونخوا ملي عوامي پارتۍ دا عمل د پاکستاني پوځ له خوا د پښتنو پر وسایلو د قبضې یوه پیلامه بولي اوله صوبایي حکومته یې غوښتنه کړې چي پر پښتنو دې په زوره فیصلې نه تپي.

جنرل کیاني زیاته کړه،پر زیرمو د قبایلو تر منځ شخړي را منځته شوې وې،خو دوي د پراخ نیت ثبوت ورکړی او خپلې شخړي یې د خبرو اترو له لاري هواري کړې.

د راپور له مخه،په ضلع موسی خیل کي له ۲ څخه تر ۵ ملین ټنه پوري د کویلې زیرمي شتون لري.له دې سره د سنګ مرمرو او جپسم زیرمې هم په لوړه کچه موندل شوي دي،چي ویل کېږي ،تر لسګونو کلو پوري به د خلکو د روزګار لویه ذریعه ثابته شي.

په لومړۍ سر کي پر یاد شویو زیرمو د قبایلو تر منځ څه شخړي وې،خو وروسته د پاکستان پوځ د دوی تر منځ روغه جوړه وکړه او پخپله مرسته یې د زیرمو د راوېستو وړاندیز کړی وو.پوځ ادعا کوي چي په دغه ټول بهیر کې د خلکو خوښه شامله ده او دوی ي یو کار هم پخپله مرضۍ نه دی کړی.


له موسی خیله د صوبایي اسمبلۍ غړۍ او د بلوچستان د محنت و افرادي قوت وزیر،مولانا سرور موسی خیل د پوځ له اړخه د زیرمو پرانستنه یو ښه ګام بولي.دی وایي،خلک غریب دی او دومره وسایل او توان نه لري چي زیرمې پخپله را ووباسي،مګر پوځ یوه منظمه اداره ده او دا کار په ښه توګه کولی شي.نوموړی زیاتوي،په دې پروژې سره به د خلکو ژوند بدل شي او دوی به خورا پرمختګ وکړي

د سیمي اوسیدونکۍ،عبدالستار هم د منصوبې شروع کیدل یو ښه ګام بولي.دی وایي،له پروژې پرانستلو وروسته پوځ په ضلع کې د نویو سکولونو او کالجونو او د طبي سهولیات ور کولو اعلان هم کړی دی،چي دا هم د سیمي لپاره د پرمختګ یو زیرۍ دی .

که له یوې خوا حکومت او پوځ د ٫٫موسی خیل منرل پوجیکټ٬٬ یو ډیر ګټه ور ګام بولي،خو پښتون ملت پاله ګوند،پښتونخوا ملي عوامي پارتۍ دا عمل د پوځ له اړخه د پښتنو پر وسایلو د قبضې یوه پیلامه بولي اوله صوبایي حکومته یې غوښتنه کړې چي پر پښتنو دې په زوره فیصلې نه تپي او دوی ته دې واک او اختیار ورکړل شي چي د خپلو منصوبو په اړه پرېکړې پخپله خوښه وکړي.
XS
SM
MD
LG