د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا مرستې د پاکستان له کارکردګۍ سره تړلې


په شمالي وزیرستان دته خیل کې پاکستاني پوځیان د امنیت ساتنې پر مهال
په شمالي وزیرستان دته خیل کې پاکستاني پوځیان د امنیت ساتنې پر مهال

وال سټریټ ژورنال د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو په اړه په یوه مقاله کې لیکي چې امریکا و پاکستان ته پوځي مرستې په څلور څانګو کې په همکارۍ پورې تړي. او سپینه ماڼۍ دا ګام له هغه وروسته پورته کوي چې د اسامه بن لادن په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا تر وژل کېدو وروسته امریکا پاکستان ته د خپلو غوښونو لسټ وړاندې کړ.

وال سټریټ ژورنال لیکي له یوې خوا امریکا له ۲۰۰۱لومړي کاله راهسې د القاعده او د هغوی د ملګرو پر ضد په جګړې کې د پاکستانۍ مرستې د ترلاسه کولو لپاره کله یوه او کله بله تګلاره خپلوي ، خو بل پلو امریکايي چارواکي په دې اړه هم جدي اندېښنې لري چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې له امریکا سره دوه مخې لوبه کوي ، یانې یو پل له امریکا څخه مرستې تر لاسه کوي او بل لور ته د امریکا ځینو دښمنانو ته پټې مرستې ورکوي.

امریکا له پاکستانه نوره همکاري غواړي چې له دې ملکه افغانستان ته د تلونکو اورپکو مخه ونیول شي.

ورځپاڼه لیکي د امریکا له خوا پاکستان ته د مرستو ورکولو لپاره د امریکا د ملي استخباراتو د دفتر مشر جېمز کلېپر د پاکستان د همکارۍ لپاره پر څلور اړخیز پلان کار کوي.

ورځپاڼه زیاتوي ، دا څلور څانګې داسې دي چې لومړی د اسامه بن لادن د کور په استعمالولو کې د پاکستان مرسته ، دویم په افغانستان کې د روانې جګړې په لړ کې د پاکستان همکاري ، دریم د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا او پاکستان په ګډه د عملیاتو لپاره د پاکستان راضي کېدل او څلورم د دواړو ملکونو تر منځ په مجموعي اړیکو کې د ښه والي په راوستو کې د پاکستان ګامونه په کار دي.

د ورځپاڼې په لیکنه ، په لومړۍ برخه کې پاکستان تر ډېره حده د امریکا خبرې منلې دي . یانې یو خو یې د اسامه بن لادن د وژلو کېدو پر وخت د راغورزېدلي هیلي کاپټر پاته برخه بیرته امریکا ته ورکړه او بل یې امریکايي چارواکو ته د دې اجازه ورکړې چې د اسامه بن لادن د کورنۍ له هغو غړو سره وویني چې په پاکستان کې بندیان دي.

خو ورځپاڼه زیاتوي چې ، د هغه هیلي کاپټر موضوع تر اوسه پورې له دې کبله د تاوتریخوالي سبب ده چې د امریکايي چارواکو په فکر پاکستان ځکه د هغه هیلي کاپټر پاته برخه امریکا پوره درې اونۍ وروسته وسپارله چې په دې موده کې به یې د چین کارپوهانو ته د معاینې لپاره ښودلې وي.

امریکايي چارواکو پاکستان ته ویلي وو چې هیڅ یوه چا ته اجازه ورنه کړي چې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو پر وخت د راغورزېدلي امریکايي هیلي کاپټر پاته شوې برخه وګوري. خو دا چې پاکستان دا چا ته ښودلې او که نه په دې اړه لا څه مالومات نشته.

دویم دا چې پاکستان په دې وروستیو کې له افغان حکومت سره راشه درشه نور هم ښه کړې او یو شمېر غونډې یې ورسره کړې دي ، خو امریکا له پاکستان څخه په دې لړ کې نور څه هم غواړي چې له دې ملکه افغانستان ته د تلونکو اورپکو مخه ونیول شي.

وال سټریټ ژونال د امریکايي چارواکو له خولې لیکي چې په پاته دوو برخو کې لا د پام وړ څه نه دي شوي. امریکا له پاکستان څخه د ګډو عملیاتو او د هغه ډاکټر د خوشي کولو غوښتنه کوي چې د اسامه بن لادن په لټولو کې یې د امریکايي استخباراتي ادارې سي آی اې مرسته کړې وه. او دریمه برخه دا ده چې امریکا له پاکستان څخه غواړي چې د امریکا د حکومت غړو ته دي بیا ویزې ورکړي چې په پاکستان کې کاروکړي.

ورځپاڼه د امریکا له خوا پاکستان ته د پوځي مرستو د پاتې برخې د ورکول په اړه د امریکايي چارواکو له خولې لیکي ، چې پاکستان دي په دې څلورو برخو کې پرمختګ وکړي او موږ به د هغو مرستو ځینې برخې پاکستان ته ورکړو. پاکستان دي موږ ته څه راکړي چې موږ یې کانګریس ته وښیو چې دا دی موږ لګیا یو په ګډه کار کوو.

ورځپاڼه لیکي ، له دې نوې تګلارې څخه داسې ښکاري چې د پاکستان او امریکا تر منځ د براخې سټرېټېجکي ملګرتیا هدف د امریکا په حکومت کې دننه ملاتړ له لاسه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG