د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسني مبارک په عدالت کې


د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک نن د مظاهره کوونکیو د وژنو د تورونو د مقدمې لپاره عدالت ته تللی دی.

که چېرې پر مبارک د مظاهره چیانو د وژنې د امر ورکولو تورونه زبات شي، نو د مرګ سزا به ورته ورکړل شي. پر نوموړي د اداري فساد تور هم دی. مبارک دا ټول تورونه ردوي. له مبارک سره، د ده پر زامنو علا، او جمال هم مقدمه شوې ده. پر دوی هم د اداري فساد تور دی چې دوی یې ردوي. مبارک د ولسي پاڅون له کبله په فبرورۍ کې د ولسمشرۍ له دندې استعفا ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG