د لاسرسي ځای

په پروان کې ځانمرګي بریدونه، ۲۲ وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د یکشنبې په ورځ په پروان کې د ځانمرګو بریدونو پر مهال د پولیسو چارواکي نه دي وژل شوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي په دې بریدونو کې ګڼ شمېر عامو وګړو ته زیان رسېدلی دی. دی وايي په دې بریدونو کې ۱۶ ملکي وګړي او شپږ پولیسان وژل شوي دي. صدیقي وايي امنیتي تدابیر یې ښه کړي دي او په تېرو دوو میاشتو کې یې ۱۷ ځانمرګي بریدکوونکي تر بریدونو مخکې نیولي دي.
XS
SM
MD
LG