د لاسرسي ځای

هندي فلمي ستوری شمي کپور مړشو


شمي کپور په پینځوسمه او شپیتمه لسیزه کې د هندي سینما یو وتلی ستوری

شمي کپور په پینځوسمه او شپیتمه لسیزه کې د هندي سینما یو وتلی ستوری

د هند د سینما یو وتلی ستوری شمي کپور پرون په ۷۹ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې . د شمي کپور د هنري کلب يو کارکونکي نیکیل ګنګاواني وايي، هغه د پښتورګیو د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

شمي کپور تیره اونۍ د سینې له درده شکایت کاوه او په روغتون کې داخل شوی وو . ده په پینځوسمه او شپیتمه لسیزه کې د هندي سینما په ډیرو کامیابو فلمونو لکه؛ تم سا نهي دېکا؛ او جنګلي کې کار کړی وو .

په هند کې خلک شمي کپور د امریکا له یوه ډیر پيژندل شوي سندرغاړي اېلویس پریسلي سره پرتله کوي .

شمي کپور د پرتوي راج کپور زوی وو او د وتلي هندي فلمي ستوریو راج کپور او ششي کپور ورور وو.
XS
SM
MD
LG