د لاسرسي ځای

د پروان بریدونو کې ډېر عام ولس وژل شوی دی


ځانمرګي بریدونه د پروان مرکز چاریکار کې وشولو

ځانمرګي بریدونه د پروان مرکز چاریکار کې وشولو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اتوار په ورځ په پروان کې په ځانمرګي حملو کې د پولیسو افسران نه دي وژل شوي خو ګڼ شمیر عامو خلکو ته یې زيانونه رسولي دي. . د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وويل چې لږترلږه ۱۷ ځانمرګي بريدکونکي یې مخکې تردې چې حملې وکړي نیولي دي .

صدیق صدیقي وویل چې په تیرو څو ورځوکې لږترلږه ۹ تنه چې د ځانمرګي بريدونو پلان یې درلودو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي . د کورنیوچارو وزارت وايي چې دوی د امنيت په لړ کې کوټلي ګامونه پورته کړي چي د دې ډول حملو د ترسره کیدو مخنیوی وشي .
د پروان والي وايي چې په دغه حمله کې لږترلږه ۲۸ تنه زخمیان شوي دي.
XS
SM
MD
LG