د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ځوان کل دې د خپل ملت په ګټه کار وکړي


د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

بازمحمد عابد مشال ریډیو جلال اباد

د ننګرهار د ځوانانو چارو امریت د ځوانانو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله. دا غونډه چې ګڼ شمیر پېغلو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

پر دې مهال یوې پېغلې نورزیه وویل ، د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت موږ خپلو هغو ځوانانو ته چې د مخالفینو په لیکو کې ولاړ دي، پیغام ورکوو چې راشي او له خپل دولت سره یو ځای شي او خپل ولس او ټولنې ته خدمت وکړي٬٬.

باید چې د ځوانانو په اساسي ستونزو کار وشي. چې کله هم د قربانۍ ځای راځي نو تر هر چا د مخه په کې ځوانان قرباني کیږي.

د ننګرهار ځوانانو امریت مشر نوراغا ځواک له حکومته وغوښتل چې ځوانانو ته دې په ملي مسایلو کې د ګډون پوره ونډه ورکړل شي،هغه زیاته کړه، د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو امریت د دغه ولایت له بیلابیلو ولسوالیو څخه ځوانان راغواړي او دغه نړیواله ورځ هر کال نمانځي. او دلته د ځوانانو ستونزې او مشکلاتو په ګوته کوي. خو متاسفانه په ملي مسایلو کې ځوانانو ته ونډه نه ورکول کیږي. او همدغه علت دی چې ورځ په ورځ ځوانان له دولت نه فاصله نیسي. موږ له خپل قدرمن ولسمشر څخه تمه لرو چې ځوانانو ته په ملي مسایلو کې برخه وکړي چې ځوانان هم وتوانیږي ، خپلې غوښتنې مطرح کړي او د حل لارې چارې ورته ولټوي.٬٬

د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د ځوانانو د غوښتنو په وړاندې وویل، چې په ولایت کې یې ګن شمیر ځوانان په کار ګمارلي. دی زیاتوي، موږ کوشش کوو چې ځوانان په اداراتو کې جذب کړو. او په دې لړ کې مو په ولایتي اداره کې له ۶۰ فیصده زیات ځوانان په کار ګمارلي دي. چې عملاٌ اوس په کار لګیا دي ٬٬.

د جلال آباد یو اوسېدونکي نوراحمد نوراني وویل چې د ځوانانو له پاره یوازې دا نمایشي او فرمایشي غونډې بسنه نه کوي. باید چې د ځوانانو په اساسي ستونزو کار وشي. چې کله هم د قربانۍ ځای راځي نو تر هر چا د مخه په کې ځوانان قرباني کیږي. نو باید چې د ځوانانو اساسي غوښتنوته مثبت ځواب وویل شي.

د یادونې ده چې د ځوانانو نړیواله ورځ چې د اګست په ۱۲ نیټه په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي، خو د ننګرهار د ځوانانو د امریت چارواکو وايي چې د تخنیکي ستونزو له امله د دې ورځې نمانځل په خپل وخت سره تر سره نه شول ځکه یې په ۱۴ اګست ونمانځله .
XS
SM
MD
LG