د لاسرسي ځای

تازه خبر

به برتانییا کې نن بلوه ګر عدالت ته وړاندې کېږي


پولیس وايي په برېتانیا کې یو سړی او یو زلمی هلک نن عدالت ته وړاندې کېږې.

په دوی تور دی چې درې کسان یې په موټر وهلي ول او وژلي یې دي. دې کسانو دا کار هغه مهال کړی دی چې خپله سیمه یې له شوکمارو د ساتلو هڅې کولې.

دا لومړي هغه کسان دي چې د بلوو پر مهال، د وژنې په تور تورن شوي دي. یوه اوونۍ مخکې د هفتې په ورځ په لندن کې بلوې پیل شوې چې د انګلستان نورو ښارونو ته هم وغځېدې.

دا په لسیزو کې د برېتانیا تر ټولو خرابې بلوې وې. د موټر په ټکر کې درې کسان هارون جهان، شهزاد علي، او د ده ورور عبد المصیر د شورو په ورځ په برمنګم کې له یوه پیټرول پمپ سره وژل شوي ول.

پولیسو په دې پېښه کې ۲۶ کالن جوشوا ډونلډ او یو ۱۷ کالن هلک تورن کړی دی چې نوم یې نه دی ښودلی ځکه چې دا هلک له ۱۸ کالو کم عمر لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG