د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې د القاعدې ضد عملیات


مصري چارواکي وايي پوځ په زرګونه سرتېري د سینايي په ټاپو وزمه سیمې کې ځای پر ځای کړي دي چې له القاعده سره تړلی وسله وال فعالیت مات کړي.

چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلي بکتر بند ګاډي د عملیاتو لپاره، د هېواد شمالي سینايي سیمې العریش او نورو ښارونو ته تللي دي. په مصر کې د یاغیانو فعالیت د حسني مبارک تر تګ وروسته زیات شوی دی.

د نوموړي تر دندې پرېښودو وروسته، د سینايي د تېلو پر پایپ لاین یو شمېر بریدونه شوي دي. په جولايي کې په سلګونه وسله والو په العریش کې پر یوه تاڼه برید کړی وو چې په کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او تر شلو زیات ژوبل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG