د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې یو تن وژل شوی دوه ژوبل


د جنوبي وزیرستان په لده کې پاکستاني سرتېري ګشت کوي
د جنوبي وزیرستان په لده کې پاکستاني سرتېري ګشت کوي
په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د امنتيي ځواکونو پلټونکو عملیاتو پر مهال یو کس وژل شوې ، دوه ټپیان دي او درې کسان چې پکې دوه ښځې او ماشومان دي نيول شوي دي.

په ډيره اسماعیل خان او واڼه کې د خفیه ادارې چارواکي وايي دغه پلټونکي عملیات له واڼه څخه د ۱۵ کلومیټره په واټن د ماڼې په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان یو کمانډر غلام جان او د هغه د ملګرو خلاف شوی دی . چې دوه ورځې روان و.

په زمکني دستو کې شامل سر تيري د ماڼې کلي ته ننوتل خو یاد شوې کمانډر د سیمې نه تللې و.

د آذادو ذریعو د وینا سره سم په دې پيښه کې وژل شوي او زخمي کسان بې طرفه قبیایلیان دي.
XS
SM
MD
LG