د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي وګړي د تېښتولو په یو تور ځيني کسان نیول شوي


په پاکستان کې پولیس وایي، د امریکایی وګړي د تښتونې سره د تړاؤ لرلو په شک کې یی یو شمېر کسان نیولي دي.

دغه امریکایی وګړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یی نوم وارېن واین سټاین ښایی، په لاهور کې د خپل کور نه هغه وخت و تښتول شو، کله چې شاخوا اته کسانو تر مینځ برید کونکي د هفتې په سهار د هغه کور ته ننوتل.

په لاهور کې د پولیسو مشر احمد رضا طاهر وایي ، په نیول شوو کسانو کې د هغه ساتونکي هم شامل دي چې د هغه په کور کې به وو. نوموړي هیله و ښودله چې واین سټاین به زر را خلاص کړي.د پيښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده قبول کړې.

واین سټاین د پرمختیایی پروژو یو کار پوه دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG