د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان :بمي چاودنو ۱۳ تنه وژلي او ګڼ ژوبل




د بلوچستان په بیلا بیلو سیمو کې نن درې چاؤدنې شوي دي.
د مشال ریډيو خبریال وايي لومړنۍ پېښه د مستونګ په سیمه کې د بس په اډه کې شوې ده. چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي.

دویمه چاؤدنه په قلات کې شوې چې پکې چا ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.

دریمه چاودنه په ډېره الله یار کې هغه وخت په یو هوټل کې وشوه چې د پولیسو په خبره خلک د هوټل په تا لار کې ناست وو او له اول نه ایښودل شوې بم او چاؤدیدلو .

د ډيره الله یار دپولیسو ډي ایس پي اسرار احمدمشال ریډيو ته وویل د ۱۲ کسانو مړي یی له کنډکپرو یا ملبو نه رواویستلي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي. د هغه په خبره دهوټل ودانۍ راپریوتې چې پکې خلک تر کنډکپرو لاندې شول.

که څه هم د دې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو ځای پولیس وایي، چې بلوچ آزادي غوښتونکو باندې یی شک دی.

په بلوچستان کې له ډېرې مودې راهیسې بلوڅ آزادي غوښتونکي د پاکستان پر سرکاري کسانو،ودانیو او نورو منصوبو بریدونه کوي.او د خپلواکۍ غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG