د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميوندیان د ماينونو له وېرې کورونو ته نه ځي.


د افغانستان په لروبر کې اوس هم د ماینونو له چولو دخلکو د وژنو رپوټونه راځي
د افغانستان په لروبر کې اوس هم د ماینونو له چولو دخلکو د وژنو رپوټونه راځي


سید شاه سقیم ـکندهار


د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دولت د مخالفو وسله والو له خوا دولتي چارواکيو ته په ځمکه کې د ښخو شويو ماينونو له ويرې اوس خپلو کورونو ته په ډاډه زړه نه شي تلاى .

دوى وايي چې وسله وال ماينونه په لويو لارو او باغونو کې هم ښخوي او له دې امله يې دا مهال د دوى د بزګرۍ کارونه هم د تېر په پرتله څو چنده کمزري شوي دي .

ميوند ولسوالۍ د کندهار هرات پر لويه لاره د کندهار ختيز پلو ته په شا و خوا شپېته کيلو ميټرۍ کې له پاکستان سره پر پوله پرته ده .

د دغې ولسوالې د اوسدونکيو په خبره تر اوسه پورې په ځمګه کې ښخو شويو ماينونو د انسانانو په ګډون د دوى د لسګونو څارويو ژوند هم اخيستى دى.

د ميوند ولسوالې ولسوال عبيدالله باوري وايي چې دولت ورسره وعده کړې وه چې په دغه ولسوالې کې به پراخ عمليات کوي او اوس هم روان دي خو تر څو پورې چې په سيمه کې د پوليس او ملي اردو پوستې نه وي جوړې شوې وسله وال به همداسي ماينونه ښحوي .

(( دولت راسره په سيمه کې د علمياتو وعده کړې وه او اوس هم دا دى په دغه سيمه کې عمليات روان دي . خو دغه عمليات له نورو سره تغير لري . په دغو عملياتو کې ډېر کار له هواي ځواک څخه اخيستل کېږي . مونږ هيله لرله چې په ميوند کې به تر عملياتو وروسته هلته د پوليسو پوستې جوړې شوې او مونږ به د وسله والو له غمه خلاص شو خو داسې ونه شول. ))

ده زياته کړه چې هر وار په دغه ولسوالۍ کې تر عملياتو وروسته پوليس او ملي اردو سرتېرې سيمه پرېږدي او وسله وال ورته بېرته راشي او د په لارو کوڅو کې په ګزمه د وتليو پوليسو د پاره ماينونه ښخوي .

د کندهار قومندان جنرال عبدالرازق هم په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري په لارو ، کوڅو او باغونو کې د ماينونه ښخول مني خو وايي چې که څۀ هم دغه ولسوالۍ يوه پر پوله پرته ولسوالۍ ده او وسله وال په اسانۍ سره ورته راځي خو بيآ هم پوليسو پکې د پخوآ په پرتله زيآت آمنيتي ټينګ کړى دى .

(( ميوند کې اوس هم عمليات شروع دي او مونږ ځواکونه کولاى شي چې هر وخت يې زړه وغواړي هغې ته سيمې ته لاړ شې . او هلته عمليات وکړي . دا وخت دښمن ته يوازې يوه لاره ورپاتې ده چې هغه ماينونه ايښودل دي. دوى دغه ماينونه په لارو کې هم ږدي ، په کوڅو کې هم او په باغونو کې هم ))

ميوند ولسوالۍ د کندهار هرات پر لويه لاره د کندهار ختيز پلو ته په شا و خوا شپېته کيلو ميټرۍ کې له پاکستان سره پر پوله پرته ده .
XS
SM
MD
LG