د لاسرسي ځای

تازه خبر

د محکمې پریکړه دې عملی کړی شي


د ننګرهار ولایتي محکمې، د استناف څارنوالي او قومي مشرانو غونډه
د ننګرهار ولایتي محکمې، د استناف څارنوالي او قومي مشرانو غونډه


بازمحمد عابد - جلال اباد

د ننګرهار ولایت محکمې، د استناف څارنوالي او قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي نه وغوښتل چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د شوو درغلیو د سپیناوي په غر ض دې د ځانګړې محکمې پریکړې عملي کړي.

د ننګرهار د محکمې ریس قضاوت پوه فضل الهادي فاضل وویل چې د ټاکنو له پاره د رایو بیا شمیرل په منصافانه ډول تر سره شول خو اوس د ولسي جرګې یو شمیر وکیلان په سترې محکمې پسې پّه داسې الفاضو خبرې کوي چې قانون یې نه ایجابوي. ده زیاته کړه،" دا هر څه ستاسو په وړاندې وو چې په شفاف ډول باندې رایې وشمیرل شوې. خوپه نتیجه کې یې خلکو په رسنیو کې پایڅې رابډوهلي دي، او په سترې محکمې پسې هغه څه وايي چې زه یې عواقب په خطر کې ارزیابي کوم.٬٬

د ننګرهار د استناف څارنوالۍ مشر عبدالقیوم وزیري وویل چې که د سترې محکمې دا پریکړه نه عملی کیږي نو بیا دې د زندانونو دروازې خلاصې کړي چې ټول بندیان په خپله مخه لاړ شي.

د ننګرهار ولایت یو تن قومي مشر محمد ظاهر طاهر له ولسمشر حامد کرزي نه وغوښتل چې په معنوي دې فشار راوړي چې د سترکې محکمې پریکړې ومني، هغه زیاته،" موږ خپه له ریس جمهور نه یو. ریس جمهور څارنوالي، قضا او محکمه، شکایاتو کمیسیون او انتخاباتو کمیسیون دې په جنګ نه اچوي. عاجل دې فضل احمد معنوي وغواړي او ورته دې ووايي چې چې فرمان درلیږل شوی دی او تر سبا یې عملی کړه. که نه یې عملی کوي معنوي دې جیل ته ولیږي. خلک به وايي چې یو مجرم و او جیل ته یې ولیږه.٬٬

د حاجی عبدالکریم په نوم یو بل تن قومي مشر وايي، محکمې خپل حکم اورولی دی، که د محکمې حکم په دې ملک کې نه عملي کیږي، نو بیا به سړی هغه امید او توقع له چا نه کوي. اصلاٌ په دې ملک کې لویه بدبختي دا ده چې قانون په نامه موجود دي. د غریبو او بیچاره خلکو له پاره قانون شته خو د قدرت مندو او زورکواکو له پاره قانون نه شته.٬٬

یاده دې وي چې په افغانستان کې د ولسي جرګې له پاره د ۱۳۸۹ کا په ټاکنو یو شمیر هغه وکیلان چې ولسې جرګې ته بریالي شوي وو، د درغلیو په تور لست هم راغلي وو چې د سترې محکمې د رایو د بیا شمیرلو په اساس په کې ۶۲ تنه لغوه اعلان شوي، خو د سترې محکمې دا پریکړه د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون ته د منلو وړ نه وه.
XS
SM
MD
LG