د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولس اوس هم د یوه ښه مقصد لپاره مبارزه کوي


د افغانستان ننګرهار کې ماشومان د خپل ښوونځي په یو ټولګي کې
د افغانستان ننګرهار کې ماشومان د خپل ښوونځي په یو ټولګي کې

سرچینه: USA-Today
ژباړه : بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو


امریکايي ورځپاڼه ً USA-TODAY ً په یوه رپوټ کې په افغانستان کې د تعلیم پراخولو هلو ځلو ته په اشاره سره لیکي چې افغانان اوس هم په یو ښه مبارزه کې بوخت دي. ورځپاڼې په دې رپوټ کې د داسې څو افغانانو کیسه کړېده چې په خپل هیواد کې یې د پوهاوي لپاره کار کړی او یا کوي.

امریکا د هغو افغانانو په اړه بیخي لږ څه اوري چې د خپلو ټولنو لپاره هلې ځلې کوي.

ورځپاڼه ً USA-TODAY ً د دې رپوټ په پیل کې لیکي ، که څه هم په افغانستان کې خلک د دې پوښتنو چې په دې هیواد کې به د امریکا تر ټولو اوږده جګړه څنګه او څه وخت و پای ته ورسیږي ، خو په دې خبره شاوخوا ټول په یوه نظر دي چې یوازې د افغانستان پوځ په دې هیواد کې جګړې ته د پای ټکی نه شي ښولای.

ورځپاڼه لیکي ، له افغانستانه اوس هم په رسنیو کې یوازې د حکومت د غړو او ټوپک سالارانو په اړه رپوټونه راځي او امریکا د هغو افغانانو په اړه بیخي لږ څه اوري چې د خپلو ټولنو لپاره هلې ځلې کوي. که چیري امریکا په دې خبره شوه ، نو بیا به هغه خلک ورته مالوم شي چې په افغانستان کې د هیواد د پرمختګ او د ماشومانو د راتلونکي لپاره کار کوي.

ورځپاڼه ، د طلوع ټلوزیون د بنسټ اېښودونکي سعد محسیني له خولي لیکي چې په افغانستان کې ټولنې د حکومت په پرتله په زیاته چټکۍ سره پرمختګ کړی دی.

په دې بدلون کې د پام وړ ټکي دا دي چې لومړی خو په هیواد کې مواصلاتي نظام د تېرې یوې لسیزې په پرتله نیم په نیمه پراخ شوی دی. بریالي ، ازاد سیمه ییز او ملي مطبوعات مخې ته راغلي دي. په ۲۰۰۱لومړي کال کې ۱۰۰۰۰ نجونه ښوونځیو ته تلې خو اوس یې شمېر ۲.۴ میلیونه ته رسېدلی دی. ۱۰ کاله وړاندې د ښځینه طبي کارکوونکو شمېر ۲۵۰ وو خو په هیواد کې ۳۰۰۰ مېرمنې د زوکړې پر وخت د نورو مېرمنو طبي مرستې کوي.

ورځپاڼه لیکي ، په دې ټولو پرمختګونو سربېره اوس هم زیاتره افغانان په ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخامخ دي. د بېلګې په توګه دوی وايي چې پولیس له عامو خلکو پیسې اخلي اوو حکومتي چارواکي د هغوی مرسته کوي. سړکونه چې یو وخت به خوندي وو خو اوس له خطره ډک دي.

ورځپاڼه په دې رپوټ کې د افغان ښځو تعلیمي مرکز د مشرې حسینه ساپۍ له خولې لیکي چې اوس هم خلک داسې فکر کوي چې ګواکې دوی په ۲۰۰۱لومړي کال کې ژوند کوي.

په خوست کې انجونې تر شنه اسمان لاندې زدکړې کوي

رپوټ زیاتوي ، خان محمد یو داسې کس وو چې له کابله د یو ساعت سفر په واټڼ کې یې د نجونو ښوونځی پرمخبیوی او د کابل په شان امنیت یې نه ساتل کیدی.

وسله والو طالبانو هغه ته په دې ګواښونه وکړل چې نجونو ته دي درس ویل پرېږدي خو هغه خپل کار ته دوام ورکړ او بیا وسله والو طالبانو د مې میاشتې په پای کې په سر کې په ډزو وویشتی او ویې واژی.

ورځپاڼه لیکي ، که څه هم د خان محمد د وژلو پېښې ته په رسنیو کې د پام وړ ځای ورنه کړل شو خو هغه څه چې ده ترې خپل ځان قربان کړی اوس هم د یو باثباته افغانستان لپاره ضروري دي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي ، د افغانانو په ټولنه کې دا پرمختګونه روښتوني خو نازک دي. هغه کسان چې د داسې هلو ځلو مخکښي کوي په دې ارزي چې خبرې ورسره وشي ، هغه ځکه چې دوی د یو داسې ارام افغانستان لپاره کار کوي چیري چې ماشومان زده کړې کوي ، اقتصاد پرمختګ کوي او مېرمنې بډای کیږي. او د سولې په بهیر کې له داسې خلکو سره سلا نه کول به یوه ویرجنه خبره وي.
XS
SM
MD
LG