د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران مجاهدین خلق ډلې ته کتنه


دا د عراق په دییاله صوبه کې د اشرف په نامه دجلا وطنه ایراني مجاهدین خلق یو کیمپ دی
دا د عراق په دییاله صوبه کې د اشرف په نامه دجلا وطنه ایراني مجاهدین خلق یو کیمپ دی


ژباړه: اسرار عالم مهمند

ورځپاڼې نيويارک ټايمز د ايرن مخالفي ډلي مجاهدين خلق او دهغې د مشرې ي مريم راجوي د هلو ځلو په اړه يوه مقاله خپاره کړي، چي په کي ويل شوي که څه هم ځینې امريکايي چارواکي د دي ګوند ستاينه کوي خو دا ډاله نه يواځي په ايران کي د جمهوريت هلو ځلو ته زيان رسولي شي بلکه د امريکا لپاره پخپله هم د نقصان سبب ګرځيدي شي .


مقاله ليکونکي ایلیزبېت روبين وايي ،هغې د ايميل له لاري يوه ويډيو ترلاسه کړه په هغه کې امريکايي چارواکي هاورډ ډين په خپله يوه جذباتي وينا کي وايي چي امريکا ته پکار دي مريم راجوي د ايران ولسمشره ومني .

راجوي او د هغي خاوند مسود د ايران مخالفي ډلې مجاهدين خلق مشران دي.

دا ډله د تيرو ۲۳ کالونو راهیسي په عراق کي شتون لري، ليکواله ايلیزبېت روبين وايي په ۲۰۰۳ کال کي د عراق پخواني ولسمشر صدام حسين د حکومت د ړنګيدو وروستو هغې د ياد شوي ډلې غړو سره ليده کاته وکړل.

ليکواله وايي، په پيرس کي د يوي غونډي پرمهال يو شمير کسانو چي په کې د ناټو غړي هم شامل وو مريم راجوي او د هغې د ګوند يي ستاينه وکړه همداراز امريکايي چارواکي روډف ډبليو جيولياني هم د ياد شوي ګوند ستاينه وکړه او ویې ويل چي دې ګوند ته تره ګر ګوند ويل د دغه ګوند بي عزتي کول دي.

مجاهدین خلق په ۱۹۸۰ کال کي د عراق او ايران ترمنځه په جګړه کي د صدام حسين مرسته کړي او همداراز د دوه لسيزو راهسي دي ګوند ته د صدام حکومت لخوا د وسايلو او مالي مرسته ورکړل شوي، د مجاهدين خلق ډلي مشره مريم راجوي دا مهال په فرانس کي يو ښه ژوند تيروي.

خو ليکواله وايي ښاغلي جيولياني ته په حقيقت کي د دي ګوند په اړه مالومات نشته. همداراز دوی ځکه د راجوي او د هغي د ګوند ستاينه کوي چي دوی په ايرن کي د جمهوريت راوستو لپاره د دغه هيواد موجوده حکومت ړنګول غواړي.

ايلیزبېت روبين په خپله مقاله کي ليکي مريم راجوي او د هغي ګوند مجاهدين خلق په ميلينو ډالره په دي غرض خرڅ کوي چي د اوباما انتظاميه او په خاصه توګه د بهرنو چارو وزيره هيلري کلنټن دغه ګوند د تره ګرو د لسټ څخه لري کړي.

دا ډاله په ۱۹۹۷ کال کي د تره ګرو ډلو په لسټ کي اچول شوي وه.

ليکواله وايي د تره ګرو د ليست څخه د ويستو ورستو به دا ګوند د دې جوګه شي چي په کانګرس کي د ځان لپاره لابي وکړي ، خو مقاله ليکونکي وايي چي مجاهدين خلق ډله نه يواځي په ايران کي د جمهوريت راوستو هلو ځلو ته زيان رسولی شي بلکه پخپله د امريکا د تباهۍ هم سبب جوړيدي شي.

ليکواله ايلزبت روبين وړاندي ليکي ياد شوي ډلي په ۱۹۸۰ کال کي د عراق او ايران ترمنځه په جګړه کي د صدام حسين مرسته کړي او همداراز د دوه لسيزو راهسي دي ګوند ته د صدام حکومت لخوا د وسايلو او مالي مرسته ورکړل شوي، د مجاهدين خلق ډلي مشره مريم راجوي دا مهال په فرانس کي يو ښه ژوند تيروي.

ليکواله وايي، کله چي په ۱۹۹۱ م کال کي صدام حسين د کردانو پر ضد عمليات پيل کړل نو مريم راجوي خپلي وسله والي ډلې ته وويل چې کردان دخپلو ټينکونو نه لاندې کړي او ګولۍ د ايران انقلابي ګارډ لپاره وساتي.

اېلېزبېت روبين ليکي مريم راجوي د خپلې ډلې غړو باندي زور راوړي چي خپل هرڅه پريږدي تر دې پورې چي چا ودونه کړي وي هغوي دې طلاق واخلي او خپله ټوله توانايي او مينه دي هغي او د هغي خاوند مسود ته وقف کړي.

ليکواله وايي هغه امريکايي چارواکي چي د ايران پرضد د مجاهدين خلق ستاينه کوي هغوي په دې عقيده دي،چي د دښمن د ښمن دوست وي خو ليکواله وايي د مجا هدين خلک مرسته کولو او هڅولو سره به د امريکا خپل يو والي او شهرت خراب شي او په ايران کي د جمهوريت لپاره راون تحريک به کمزوري شي.
XS
SM
MD
LG