د لاسرسي ځای

بلوچستان:په ټرافیکي حادثه کي ۱۵ کسان وژل شوي




نیازموسی خیل،کوټه

نن غرمه د یوې بجې په شاوخوا کي د چارواکو په وینا ،د سیند صوبې او بلوچستان تر منځ د بلوچستان د سرحدي ښارګوټي،حب په سیمه کي یو مسافر بس چپه شوی،چې پکې۱۵ کسان وژل شوي او هم دومره ټپیان دي.


د حب اسسټنټ کمشنر،فوادعالم مشال رېډیو ته وویل،چي بس د شاه نوراني له سیمې د کراچۍ پر لور روان وو،چي دا پیښه را منځته شوه.

نوموړي زیاته کړه،په شاه نوراني کي د یو پیرمزار دی او هلته اکثره خلک د زیارت کولو لپاره ځي.ګمان دا دی چې دا خلک هم زیارتیان وو.

د پېښې په اړه اسسټنټ کمشنر،فوادعالم په سیمه کې سخت بارانونه شوي دي او لاري خرابې دی ،بل سړک هم له پخوا څخه خراب دی چې او اوس د روغیدو په حال کې دی خو دده په خبره لومړنۍ پلټني دا وایي،چي بس ډراییور د بې غورۍ او لاپرواهۍ له وجې چپه شوی دی .

فواد عالم زیاتوي چي په مړو کې ډېری د سیند صوبې د شهدادکوټ سیمې اوسېدونکي دي.دی وایي چي د ۳ ټپیانو وضع ډیره خرابه ده او هغوی یې د کراچۍ روغتونو ته وړي دي.


د یادوني وړ ده چي د نور ملک په شان،په بلوچستان کي هم اکثره ټرافیکي پیښې کیږي.که ځينې پېښې د ډراییورانو غفلت ګڼل کیږي،خو ډېری خلک وايي چې اکثره دا رنګه پیښې د سړکانو د خراب حالت له وجې رامنځ ته کېږي.او دا خبره ذکر کول مهمه ده چي په بلوچستان صوبه کي د لویو لارو او سړکانو وضع د نورو صوبو په پرتله ډیره خرابه ده.
XS
SM
MD
LG