د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ په لروبر کې دروان پاڅون سببونه


په سپین کې د بې روزګارۍ ،درغلۍ او د مراعاتو کمولو خلاف مظاهرې
په سپین کې د بې روزګارۍ ،درغلۍ او د مراعاتو کمولو خلاف مظاهرې

ژباړه: منورشاه پراګ


په لندن کې بلوې وشوې، په عرب نړۍ کې خلکو د ټولواکه حکومتونو خلاف پاڅون وکړو او د اسرایلو په کوڅو کې په لکونه خلک مظاهرې کوې. او دا راز د یورپ په بیلا بیلو هیوادونو کې هم د اقتصادي بې انصافۍ پرضد خلک چوکونو ته راوتل شورو شوي. ددې تر شا څه وجوهات دي .لیکوال تهامس فرایډ مین ورته کتنه کوي.


د نیوریارک ټایمز په دې مقاله کې تهامس فریډ مین وايي چې په نړۍ کې د راپاریدلي دې ناآرامۍ مختلف وجوهات دي خو یوه خبره په ټولو کې مشترکه ده او هغه په اسراییل کې د مظاهره کونکو هغه نعره ده چې وايي موږ خپل سباؤن غواړو. لیکوال وايي چې هم دا خبره د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې ده چې د منځنۍ او ښکته طبقې خلک دا محسوسوی چې مستقبل ته ددوی د رسیدلو امکان کمیږي.

فرایډ مین وايي چې دا هرڅه هم په دې وخت ولې؟ او په جواب کې وايي چې دا هرڅه د ګلوبلایزیشن او انفارمیشن ټیکنالوجی دیو کیدلو سره شورو شو. ځکه چې د انټرنیټ له وجې د نړۍ د خلکو یو بل سره رابطه کاري او مالومات ډیر تیز شو او د نوې ټیکنالوجۍ له مخه دخلکو مالومات د حد نه زیات شو.

لیکوال وايي، چې ددې مالوماتو اولني اثر دا وشوچې دمعمول کارونه ختمیږي او د ټیکنالوجي استعمالیدو سره یو خو د عام مزدور کار ختم شو او دویم دا چې دانټرنیټ په وجه هرډول کمپني او اداره داهڅه کوي چې دنړۍ د ګوټ ګوټ نه دقابل او ذهینو خلکو خدمات ترلاسه کړي. دا راز اوس په عام تعلیم او هنرکار نه کیږي بلکه ډیر تعلیم یافته ، پوه او او بیدار خلک ځان ته کار لټولی شي.

بیا د تعلیم په لړ کې فریډ مین لیکي چې په امریکايي تعلیمي ادارو کې زیاتره د چین نه راغلي طالبعلمان زدکړې کوي چې هلته هم په داخله ترلاسه کولو کې مقابله سخته شوې ده. بلخوا حکومتونه د اقتصادي وجوهاتو له کبله دومره توان نه لري چې خپل ولس ته مفت او یا په آسان شرایطو سهولیات ورکړي. څنګه چې به پخوانیو حکومتونو ورکول.

فرایډمین وايي دا ټولې خبرې په داسې حالتو کې رایوځای شوې چې نړۍ په یو کلي کې بدله شوې ده دخلکو ترمنځ رابطه کاري او همکاري زیاته شوې ده او هم دا وجه ده چې په اسراییل کې هم مظاهره کؤنکی وايي چې د مصر په ډول پاڅون پکاردی. بیا چې د خلکو په معاش او آمدن کې فرق زیاتیږي، مالدار نور مالداره کیږي، غریب په ښکته روان وي نو په دې سره د متاثره خلکو په مرسته په هرځای کې دحکومت مخالفین مظبوطیږي چې په وړاندې یې ټولواکي د ودریدلو توان نه لري.
XS
SM
MD
LG