د لاسرسي ځای

پروان:په بریدونو کې څه باندې ۶۰ تنه مړه او ژوبل


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پروان ولایت پر مرکز چاریکار باندې د وسله والو طالبانو په ننني برید کې څه باندې ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شوو کې د ولایت د مقام څوارلس تنه ملکي کارکوونکي او شپږ پولیس او په ټپیانو کې درې تنه پولیس او د پروان ولایت د مقام څلور دیرش ملکي کار کوونکي شامل دي.

د مشال همکار احمد حنایش د افغان چارواکو له خولې وايي برید هغه مهال وشو چې د والي دفتر کې امنیتي غونډه روانه وه.

په دغه برید کې د پروان والي عبدالبصیر سالنګی روغ رمټ راوتی دی.

په اعلامیه کې راغلي، حمله کوونکي شپږ تنه وو، چې دری تنو یې ځانونه الوزولي او درې نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي دي.


د پروان د مرکزي روغتون رییس ډاکټر عبدالولي قادري مشال راډیو ته وویل چې څوارلس مړي او دیرش تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.



د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسوولیت منلی دی.
XS
SM
MD
LG