د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د اتو حکومتي افسرانو مړي تر لاسه شوي دي


چارواکي وايي د پینځو افغان پولیسانو او درې استخباراتي افسرانو مړي یې میندلي دي.

دا حکومتي کسان د تېرې پنجشنبې په ورځ، وسله والو تښتولي ول. د وردګ والي محمد حلیم فدايي وویل دا ډېره خپه کوونکې پېښه ده: غږ
چارواکي وايي دا کسان د ولایت له ده میرداده تښتول شوي ول. په دې وروستیو کې په دې سیمه کې د اتحادي پوځیانو او یاغیانو تر منځ درنه جګړه شوې ده چې په کې د امریکايي پوځیانو یو هیلي کاپټر هم ویشتل شوی وو. هلته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په تېرې یوې شپې او ورځ کې، د افغان او ناټو پوځیانو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۸ یاغیان وژل شوي، اووه ژوبل دي او ۳۱ نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG