د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منځني ختیځ او شمالي افریقا تازه حال


د لیبیا د مصراتا ښار د هوايي ډګر ټرمینال چې په جګړه کې خراب شوی دی
د لیبیا د مصراتا ښار د هوايي ډګر ټرمینال چې په جګړه کې خراب شوی دی
اسرار عالم مومند، مشال راډیو


پراګ
- په داسي حال کي چي په شام کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد مظاهرې رواني دي ،عيني شاهد ين وايي، د شام پوځ د جمعي تر لمونځ وروسته په ديرالزور ښار کې پر مظاهره چيانو ډزې کړې دي.


د بشري حقونو د فعالینوله وینا سره سم، په شام کې مظاهره چيان هغه وخت له زښت تشدد سره مخامخ شول؛ چي د روانې مياشتې په لومړو کي د دغه هېواد پوځ په حما ښار کې پر مظاهره چيانو بريدونه وکړل چي په کې په سلګونو خلک وژل شو.


سعودي عرب او کويت په شام کي د حکومت لخوا روان تشدد په سختو ټکو کې غندلی دی او له دغه هېواده يې خپل سفيران هم رابللي دي.


بلخوا د تورکیې وزيراعظم ويلي هغه د شام حکومت ته ښکاره پیغام لېږدولی چي د پوځ لخوا دې په ولس تشدد بند کړي .


د نړيوالي اداري( اواز) د ۲۸مې جولای د رپورټ ترمخه په شام کي تر دې دمه ۱۶۳۴کسان وژل شوي.

رپورټ زياتوي شا و خوا دري زره کسان له درکه دي او شپږويشت زره کسان نيول شوي دي.

بلخوا د ليبيا ياغيايانو وايلي دي هغوي د برېقه ښارګوټي د تيلو مرکزي برخي نيولي دي.
خو د ياد شوي ښار ګوټي غربي برخې اوس هم د معمر قزافي په کنټرول کې دي.

د دي ترڅنګ، ياغيانو د هېواد په غرب کې د ز ‌اويه ښار په لور پر مختګ کړی دی.

د ولسي وګړو د ژغورلو په غرض، د واکمن معمر قزافي پرضد روان جنګ ته د ناټو لخوا ملاتړ ترلاسه دی .

د يمن تايز ښار کې هم د ولسمشر عبدالله صالح د پلويانو او مخالفينو ترمنځ نښتې شوې دي چې په کې يو پوځي وژل شوی.

په مصر کي عبوري پوځي حکومت په هيواد کې له درو لسيزو راهيسې د لګول شوي بیړني حالت په ختمولو کار پيل کړيدی.

په تيونس کي شپږ مياشتي وړاندې په لويه پيمانه مظاهرو د دغه هيواد ولسمشر زين العابدين بن علي واکمني ختمه کړه.

بن علي دا مهال سره د خپلي کوراني په سعودي عرب کي د جلاوطنۍ ژوند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG