د لاسرسي ځای

'شعرو شاعري زموږ د ۳۰ کالنې غمیزې انځور '


په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې ګډونوال. ۲۰۱۰ز کال

په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې ګډونوال. ۲۰۱۰ز کال

بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ
- د یوې سیمې حالات د هغې سیمې د ژوند پر هره څانګه اغېز کوي او په خاصه توګه که په یوه سیمه کې حالات کړکېچن وي ، مرګ او ژوبلې وي نو د هغې سیمې ادب یې بشپړه تصویر وړاندې کوي.

ادبیان وايي چې پښتو شاعري هم له امیرکروړ ، خوشال خان خټک او رحمان بابا را نیولې په هر وخت کې د ژوند ريښتونې ترجمانه پاته شوې ده.

د اوردو چې کوم لیکوال دي ، د اوردو چې کوم مزاج دی او یا د اوردو ژبو ارمانونه زموږ په تباهۍ کې پټ دي. زموږ په دې جګړه کې دوی راشریک دي او زموږ په دې ورانیو کې د هغوی لاسونه بلکل د هر چا ګرېوان ته رسېدلي دي.
په دې ټول وخت کې چې، څومره شاعري شوې ده په هغه کې د پښتون-افغان وطن د خوشالیو او غمیزو په پوره او هر اړخیزه توګه انځورګري شوې ده.

له تېرو درو لسیزو راهسې، په افغانستان کې، د جګړو له امله افغان ولس نه یواځې په پراخه کچه ووژل شو بلکه په لکونو معیوب او په میلیونو بې کوره او مهاجر شوي دي.

خو دا جګړه په دې ورستیو کلونو کې پښتونخوا ته وغزېده او هلته یې د پښتنو ژوند له داسې حالاتو سره مخامخ کړ چې د ډېرو خلکو په وینا افغانستان یې له پامه و ووت.

د پښتو ژبې نومیالی شاعر، او دانشور، دروېش درانی
دا چې دې حالاتو د ژوند د نورو برخو ترڅنګ د پښتو پر شعر څه اغېزه کړې ده ، په پېښور کې د اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر او د پښتو ژبې نومیالی شاعر اباسین یوسفزی یې په اړه وايي: ((شاعر ته د قام سترګه ویل کیږي نو له قام سره چې څه کیږي هغه هر څه لومړی شاعر ويني ، نو زموږ شاعري ټوله د ویني ، د دردونو ، د دردونو ، د جدای او د جګړې بشپړه تصویر وړاندې کوي.))

د پښتو شاعرۍ په اوسني بهیر کې د ځایي خلکو په وینا د جنوبي پښتونخوا هم خپله ځانګړې ونډه ده.

هلته نن سبا شاعران په خپلو شعرونو کې د ټولنې او حالاتو څه رنګه تصویر وړاندې کوي؟ د پښتو ژبې وتلي شاعراو لیکوال دروېش دراني یې په اړه مشال راډیو ته وویل: ((زموږ غمیزه اوس تر ۳۰ کالو واوښته؛ نو ظاهره خبره ده چې د دې دومره دردناکې پېښې او حالاتو اثرات به په شعر کې خامخا وي . او په جنوبي پښتونخوا کې هم په شعر کې د دې حالاتو رنګ ډېر زیات او څرګند دی. په یوه مشاعره کې داسې شاعر نه وي چې د هغه په غزل او یا نظم کې دي د دې حالاتو حواله نه وي.))

د پښتو ژبې استاد او شاعر، اباسین یوسفزی

د پښتونخوا په پرتله په افغانستان کې د لویو مشاعرو کېدل او په هغه کې د شاعرانو تر څنګ د عام ولس په لوی شمېر ګډون یو دود ګرځېدلی دی.

له کابله نومیالي ادیب نجیب منلي په اوسنیو حالاتو کې په افغانستان کې د مشاعرو په ترڅ کې د وړاندې کېدونکو شعرونو په اړه وویل: (( له بده مرغه په مشاعرو کې ډېر هغه شعرونه وړاندې کیږي او هڅول کیږي چې د خلکو قامي احساسات او چکچکې را وپاروي . نو ځکه په کې زیاتره وخت دوروغجن احساسات انځوروي . خو په دې وروستیو کې د کېفیت له پلوه شعر ډېر ښه شوی دی.))

په پښتونخوا کې چې پښتانه د پښتو پر ځای په اوردو ژبه کې زده کړې کوي نو دا ښکاره خبره ده چې د اوردو ادب لوستونکي او مینه وال به د پښتو ژبې او ادب پرتله زیات وي.


د پښتو ژبې نومیالی لیکوال، دانشور او د افغانستان د مالي چارو د وزارت مشاور نجیب منلی.
له دروېش دراني څخه مي وپوښتل چې ایا د اوردو ژبې شاعران او لیکوالان د پښتون افغان ستونزو ته په خپل لیک کې کتنه کوي او که نه؟

دروېش دراني زیاته کړه: ((د اوردو چې کوم لیکوال دي ، د اوردو چې کوم مزاج دی او یا د اوردو ژبو ارمانونه زموږ په تباهۍ کې پټ دي. زموږ په دې جګړه کې دوی راشریک دي او زموږ په دې ورانیو کې د هغوی لاسونه بلکل د هر چا ګرېوان ته رسېدلي دي. خو د هغوی په ادبیاتو کې د دې هیڅ یادونه هم نشته . سړی ورته حېران شي چې دومره لوی لوی شاعران چې د وېتنام ترانې به یې ویلې خو د افغانانو پر غم باندې هغوی له ژړا نه ورځي.))

په ټول پښتون افغان وطن کې ولس له شاوخوا دېرش کلنې خونړۍ جګړې سر ټکوي او په خپله خاوره کې د امن غوښتنه کوي.

هغه شعر د ادب لپاره هم ضرور دی چې د ټولنې اړتیاوې څرګندوي. په افغانستان کې شاعري پر مثبت لوري روانه ده خو تر اوسه لا هم ډېره لاره پاتې ده.

اباسین یوسفزي د دې پوښتنې په ځواب کې ، چې شاعران د خپل ولس د اړتیا او غوښتنو په اړه څه لیکي او که نه ؟ مشال ریډیو ته وویل: (( چې بل سړی تا وژني او ته ورته د امن او ورورولۍ خبره کوې نو په کار ده چې پر هغه تاثیر وکړي او هغه له دې لاس واخلي ، شاعر تل د امن خبره کوي . او د جګړې خبره یوازیې هغه وخت کوي چې څوک ده له راغلی دی او له ده څخه د ده وطن ، دین او قامیت اخلي نو بیا شاعر د جګړې اعلان کړی دی.))

د پښتو ژبې ډېر کره کتونکي په دې نظر دي چې د جګړې او ناامنیو له امله د پښتو شعر شعاري بڼه خپله کړېده. دا چې په دې خبره کې څومره روښتیا او څومره مبالغه ده.

زموږ غمیزه اوس تر ۳۰ کالو واوښته؛ نو ظاهره خبره ده چې د دې دومره دردناکې پېښې او حالاتو اثرات به په شعر کې خامخا وي.

نجیب منلي مشال ریډیو ته وویل: ((هغه شعر چې یواځې د چکچکو او شعارونو لپاره وي هغه هیڅ کله هم د ادب په وده کې مرسته نه شي کولای. مګر هغه شعر د ادب لپاره هم ضرور دی چې د ټولنې اړتیاوې څرګندوي. په افغانستان کې شاعري پر مثبت لوري روانه ده خو تر اوسه لا هم ډېره لاره پاتې ده.))

ویل کېږي چې ادب د ولس د لارښوونې او د ټولنې د سمون لپاره وي خو په پښتونخوا کې اوسنیو حالاتو د ادب او هنر د ډګر ډېر کارکونکي یا خو له خپلې خاورې وتلو ته اړ کړل او یا یې هم پر دې مجبوره کړل چې که په خپله سیمه کې ژوندي پاته کېدل غواړي نو دي له خپل هنر څخه لاس واخلي.

دا رپورټ دلته اورېدای هم شئ.

له ۳۰ کالو د زیات عمر غمیزه او زموږ شعر
XS
SM
MD
LG