د لاسرسي ځای

د برید په تور نیول شوی کس باید نه وای خوشې کړل شوی


په افغانستان کې د جرمني سرتېرو په یوه خبرپاڼه کې د هغه افغان پر خوشي کېدو د ناخوښۍ څرګندونه کړېده چې دوی د جرمني پر عسکرو د خونړي برید په تور کې نیولی وو.

د محمد نعیم په نامه دا کس د جرمني او افغان ځواکونو په ګډه تېر کال په کندوز ولایت کې له هغې پېښې وروسته نیولی وو چې د جرمني درې عسکر په کې وژل شوي او یو شمېر نور سخت ټپي شوي وو. د رپورټونو ترمخه نوموړی د ثبوتونو د نه موجوديت له وجې پريښودل شوی.
XS
SM
MD
LG