د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژل شویو ۳۰ عسکرو پېژتندګلوي وشوه


د امریکايي پوځ چارواکو ویلي دي چې د هغو دېرشو عسکرو پېژندګلوي یې کړې ده چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا د هیلي کاپټر د راغورځولو په پېښه کې وژل شوي وو.

له پېژندګلوۍ وروسته به اوس د دې امریکايي عسکرو مړي د ښخولو لپاره د هغوی کورنیو ته وسپارل شي. د امریکا د دفاع د وزارت ویاند ویلي دي چې په دې پېښه کې له وژل شوو اتو افغانانو څخه هم د دوو پېژندګلوي شوې ده او د ټولو اتو افغانانو مړي به له پېژندګلوۍ وروسته بیرته افغانستان ته ولېږل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG