د لاسرسي ځای

د پاکستان پر جي ایچ کیو د برید د مقدمې حال


دوه کاله وړاندې د پاکستاني پوځ په مرکز يا ايچ کيو باندې د شوي بريد په تور کې اوو کسانو ته سزا اورول شوي.


په دې کې يو کس ته د مرګ، څلور ته د عمر قيد، يو ته د اتوو او يو بل ته د اوو کلونو د قيد سزا اورول شوي. د مرګ سزا د ډاکټر عقيل عثمان په نامه د پوځ يو پخواني افسر ته اورول شوي. د يادونې وړ ده چې ډاکټر عقيل عثمان په هغه لسو کسانو کې و چې دوه کاله پخوا يې په راولپينډۍ کې د پوځ په مرکز باندې بريد وکړ. هغه په زخمي حالت کې ونيول شو او په پيښه کې د نوموړي نهه ملګري او يوولس پوځيان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG