د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمو اصلاحاتي قوانین (ځانګړی رپورټ)


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري. د ۲۰۱۰ز کال په اګست کې دا انځور په پاریس کې اخیستل شوی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري. د ۲۰۱۰ز کال په اګست کې دا انځور په پاریس کې اخیستل شوی دی.

رپورټ: مشال راډیو

د خپرونې کوربه: عبد الحی کاکړ


پراګ
- د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د جمعې په ورځ، د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په ترځ کې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو پر قانون او د فرنټییر کرایمز ریګولېشن (ایف سي آر) پر ترمیمي قانون لاسلیک کړی دی.

د اصلاحاتو پر قوانینو د لاسلیک مانا دا ده چې اوس به په قبایلي سیمو کې سیاسي ګوندونه په ازاد ډول خپل فعالیت وکړي، او له هغه ځایه به د پاکستان پارلېمان ته د خپلو استازو په ټاکلو کې بریالي شي.

تر دې مخکې په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت اجازه نه وه.

هلته به آزاد نوماندانو په انتخاباتو کې برخه اخیسته او بیا به پارلېمان ته راتلل.

د قبایلي سیمو نقشه

په پېښور کې د سیاسي و قبایلي چارو کارپوه خادم حسین له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو تر قبایلي سیمو د غځولو دا قانون که چېرې عملي شي نو د ده په خبره درې لویې ګټې لرلای شي:

۱. قبایلي سیمې به په افغانستان او مرکزي اسیا کې د ترهګرۍ لپاره بیا نشي کارول کېدای. په دې سیمو کې به بهرنیان د نړۍ د تمدني یا تهذیبي ارتقا پر ضد بیا نه جنګېږي.

۲. سیاسي فعالیتونه به د دې سیمې دننه د ولسواکۍ یا جمهوریت اقدار پیدا کړي، او لا به یې پیاوړي کړي.

۳. د قبایلي سیمو ګوندونه به په پارلېمان کې د خپلو سیمو لپاره د قوانینو په جوړولو کې اساني ولري ځکه چې د دوی خپل ګوندونه به یې تر شا ولاړ وي؛ چې دا به د سیمې د پرمختګ لپاره د پیسو په برابرولو کې هم اسانۍ پیدا کړي.

خادم حسین وايي د ایف سي آر په قانون کې بدلونونه به د قبایلي وګړو پر ژوند د هغو تجربو کولو لړۍ هم ښايي ودروي لکه ساینسپوهان یې چې په مږو کوي.

مشال راډیو په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو د شتون، او د هغو د نفوذ یا رسوخ په اړه تاسې ته ځانګړې خپرونه برابره کړې ده.

د دې خپرونې کوربه د مشال راډیو عبدا لحی کاکړ دی.

عبد الحی کاکړ په دې خپرونه کې، په اووه قبایلي اېجنسیو کې د مشال راډیو له خبریالانو او د سیمې له سیاسي فعالینو سره خبرې کړې دي.

د خبرو لړۍ له قبایلي سیمې شمالي وزیرستانه پیلېږي.

د شمالي وزیرستان په ختیځ کې خیبر پښتونخوا، شمال کې یې خوست، غرب او شمال غرب کې یې پکتیا، او په جنوب کې یې جنوبي وزیرستان پروت دی.

د شمالي وزیرستان ټوله رقبه ۴۷۰۴ مربع کیلو میټره ده.

د ۱۹۹۸ز کال له سرشمېرنې سره سم، په شمالي وزیرستان کې ۳۶۱۲۴۶ کسان اوسېدل.

د تره ګرۍ پر ضد د جګړې تر پیلېدو وروسته شمالي وزیرستان، د حقاني، القاعده او طالبانو اورپکو شبکو قوي مرکز وګرځېد او اوس هم له رپورټونو سره سم، دا د حقاني شبکې مرکز دی.

میرام شاه د شمالي وزیرستان مرکز دی. د شمالي وزیرستان د ګوندونو او د دې د نفوذ په اړه زموږ خبریال عمر دراز وزیر او ځايي سیاسي فعال قسمت خان وزیر زموږ مېلمانه دي.

په شمالي وزیرستان کې ګوندونه، او د دوی نفوذ

د خیبر اېجنسۍ په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا پېښور، په غرب کې ننګرهار، شمال کې قبایلي سیمه مومند او په جنوب کې قبایلي سیمه اورکزۍ پرته ده. په جنوب غرب کې یې له کورمې سره هم پوله شریکه ده.

د خیبر اېجنسۍ رقبه ۲۵۷۶ مربع کیلو میټره ده.

د مرکز نوم یې لواړګی (لنډي کوتل) دی. او د ۱۹۹۸ز کال د مردم شمارۍ تر مخې، هغه مهال یې ابادي ۵۴۶۷۳۰ وه.

خیبر اېجنسي هم د فېرقه ییز، او د طالبانو د وسله والو فعالیتونو او تاو تریخوالي ښکار پاتې شوې ده. په خیبر اېجنسۍ کې د سیاسي حالاتو، ګوندونو او د دوی د نفوذ په اړه د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواری او د دې سیمې یو سیاسي فعال سید ولي شاه اپریدی زموږ مېلمانه دي.

په خیبر اېجنسۍ کې سیاسي ګوندونه، نفوذ

د جنوبي وزیرستان په ختیځ کې خیبر پښتونخوا، په لویدیځ کې د افغانستان پکتیکا، جنوب کې ژوب او په شمال کې یې شمالي وزیرستان پروت دی.

ټوله رقبه یې ۶۶۲۰ مربع کیلوميټره ده. په ۱۹۹۸ز کال کې یې ابادي ۴۲۹۸۴۱ وه.

جنوبي وزیرستان د پاکستانیو طالبانو د مرکز په توګه پېژندل شوی دی او اوس هم هلته د طالبانو بېلا بېلې ډلې فعاله دي چې پر ضد یې د پاکستان پوځ عملیات هم کړي دي.

د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه دی. په جنوبي وزیرستان کې د مشال راډیو خبریال سېلاب مسود د دې سیمې د سیاسي ګوندونو حال ته ګوري.

په جنوبي وزیرستان کې سیاسي ګوندونه، نفوذ

د کورمې په شمال کې ننګرهار، ختیځ کې خیبر او اورکزۍ، جنوب کې خیبر پښتونخوا او شمالي وزیرستان او په غرب کې پکتیا، خوست او پکتیکا پراته دي.

ټوله رقبه یې ۳۳۸۰ مربع کیلوميټره ده، او په ۱۹۹۸ز کال کې یې نفوس ۴۴۸۳۱۰ وو.

مرکز یې پاړا چینار دی. د کورمې د سیاسي ګوندونو او د دوی د رسوخ په اړه عبد الحی کاکړ د مشال راډیو له خبریال طارق اورکزي سره خبرې کړې دي.

په کورمه کې سیاسي ګوندونه، نفوذ

اورکزۍ اېجنسي په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا له کواټ او هنګو سره پوله لري. په شمال کې یې خیبر اېجنسي پرته ده. په جنوب کې د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلعې، او په غرب کې له کورمې سره تړلې ده.

ټوله رقبه یې ۱۵۳۸ مربع کیلوميټره ده. د ۱۹۹۸ز کال د سر شمېرنې تر مخه په اورکزو کې ۲۲۵۴۴۱ کسان اوسېدل.

د اورکزو مرکز کلایه نومېږي. د اورکزو د سیاست په اړه ځايي خبریال حسن محمود مشال راډیو ته تفصیل ورکوي.

په اورکزو کې سیاسي ګوندونه، نفوذ

مومند اېجنسي په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا له پېښور، شمال کې له باجوړ، جنوب کې له خیبر اېجنسۍ، او په غرب کې له کونړ ولایت سره نښتې ده.

ټوله رقبه یې ۲۲۹۶ مربع کیلو ميټره ده. ابادي یې په ۱۹۹۸ کې ۳۳۴۴۵۳ وه.

مرکز یې غلنۍ نومېږي.

مامد ګټ: د پاکستان د پوځ هیلي کاپټر په مومندو کې عملیات کوي.
باجوړ په شمال کې د خیبر پښتونخوا سره لګېدلی دی. په غرب کې له کونړ، جنوب کې له مومندو، او په ختیځ کې له خیبر پښتونخوا سره پولې لري.

ټوله رقبه یې ۱۲۹۰ مربع کیلو میټره ده.

ابادي یې په ۱۹۹۸ز کال کې ۵۹۵۲۲۷ وه.

د باجوړ مرکز خار نومېږي. او په دې ځانګړې خپرونه کې د مشال راډیو خبریال شاه نواز تره کزی د سیاسي ګوندونو په نفوذ تفصیل ورکړی دی.

په باجوړ او مومندو کې سیاسي ګوندونه، نفوذ

د ولسمشر اصف علي زرداري، د قبایلي سیمو د اصلاحاتو د قوانینو منل څه مانا لري؟ د دې پوښتنې ځواب عبدالحی کاکړ له خبریال او کارپوه شوکت خټک سره څېړلی دی.

د قوانینو په لاسلیکولو د شوکت خټک تبصره او شننه

نوټ : پورته ورکړل شوي ټولې شمېرې یا اعداد، د پاکستان د قبایلي سیمو د سېکرټرېټ له ویبپاڼې را خیستل شوي دي.
XS
SM
MD
LG