د لاسرسي ځای

لندن: لږ تر لږه ۱۶۰۰۰ پولیسان ځای پر ځای شوي


په لندن کې پولیس وايي چې د هفتې او اتوار د رخصتیو پر وخت یې د امنیت پر ځای ساتلو لپاره ۱۶۰۰۰ پولیس په کوڅو کې ځای پر ځای کړي دي.

د میټرو پولیټن پولیسو د کمشنر مرستیال سټیو کیوناف ویلي دي چې په نورو ښارونو لکه نوټنګم ، بهرمنګم او لیورپول کې هم د امنیت ساتنې لپاره پولیس ګومارل شوي دي. د پولیسو چارواکو وايي چې د بلوو په لړ کې یې تر ۱۹۰۰ زیات کسان نیولي دي چې شاوخوا نیم شمېر یې په رسمي توګه تورن ګرځول شوي دي. د لندن په بلوو کې پنځه تنه وژل شوي ول چې په تور کې یې پولیس له درو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې کوي. برتانوي وزیراعظم ډیوډ ګېمرون ویلي دي چې قانون ماتونکي او د درو لسیزو تر ټولو په زیات تاوتریخوالي کې لاس لرونکي به سزا وویني.
XS
SM
MD
LG