د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سوریا تېل او ګیس مه اخلئ: هیلري


د امریکا د بهرینو چارو وزیرې مېرمن هیلري کلنټن پر هیوادونو ږغ کړی دی چې د سوریې یا شام تېل او ګېس دي نه اخلي چې له امله یې پر ولسمشر بشارلا اسد د دې لپاره فشار زیات شي چې پر مظاهره چیانو له ظلمه د ډکو چاپو لړۍ ودروي.

له سي بي ایس ټلویزیون سره په مرکه کې هیلري کلنټن وویل: ((په ځانګړې توګه موږ پر هغو هېوادونو چې تر اوسه پورې د سوریې تېل او ګېس اخلي ، پر هغو هیوادونو چې تر اوسه اسد ته وسلې ورلېږي ، پر هغو هیوادونو چې مالي او سیاسي ملاتړ یې هغه هوسا کړی دی ، زوراچوو چې د تاریخ په دې پړاو کې دي پر سم ځای ودري.)) نوموړې پر چین ، هندوستان او اورپايي هیوادونو ږغ وکړ چې پر سوریا دي د انرژۍ په برخه کې بندیزونه ولګوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې له روس څخه هم غوښتنه کړېده چې له یوې لسیزې راهسې دي پر سوریا د وسلو خرڅولو روانه لړۍ پای ته ورسوي. یاده دي وي چې په شام کې امنیتي ځواکونو د رژیم پر مخالفو مظاهره چیانو د ظالمانه چاپو لړۍ ته دوام ورکړی دی چې د بشري حقوقو د کارکونکو په وینا پرون د جمعې له لمانځه را وروسته په کې یوولس تنه وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG