د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د پاکستان د ازادۍ په ورځ به نور بریدونه کوو''


کوټه: د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستان امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال. د ۲۰۱۰ز کال انځور
کوټه: د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستان امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال. د ۲۰۱۰ز کال انځور
خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- د جمعې په ماښام، تر روژه ماتي وروسته، له نامالومه ځایه شپږ توغندي، د بلوچستان پر مرکز کوټه داغل شوي دي.

د پولیسو له وینا سره سم، څلور توغندي په پوځي چاوڼۍ کې، او دوه له همدې چاوڼۍ سره نېږدې په نوي کلي لګېدلي دي.

که څه هم ځايي پولیسو مشال راډیو ته د راکټونو شمېر شپږ یاد کړ، خو د پولیسو یو مشر، ډي آی جي آپرېشنز حامد شکیل وايي: (( پینځه راکټونه توغول شوي دي. په دې بریدونو کې یو سپاهي وژل شوی او درې هغه ټپي دي. لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا راکټونه له بي ایریا داغل شوي دي.))

بي ایل اې په ۱۴ اګست د نورو بریدونو اخطار ورکړی دی.

په بلوچستان کې، په انتظامي ډول، امنیتي وېش په داسې ډول شوی دی چې ټوله صوبه دوه برخې لري. یوه اې ایریا بلل کېږي او بله هغه بي.

د اې ایریا یا سیمو د امنیت چارې له پولیسو سره، او د بي ایریا د امنیت چارې د لیوي له امنیتي ځواک سره وي.

د ښار پولیس زیاتوي، ټول راکټونه له کوه مرداره توغول شوي دي.

بلوڅ خپلواکي غوښتونکې وسله والې ډلې بي ایل اې یا بلوڅ لېبرېشن آرمي د دې پېښې پړه منلې ده.

دوی دې خپل وس وکړي. موږ هم خپل وس کوو. خو زه به درته ووایم، چې موږ امنیتي تدابیر نور هم سخت کړل.
بي ایل اې په ۱۴ اګست د نورو بریدونو اخطار ورکړی دی.

د پولیسو مشر حامد شکیل د بي ایل اې لخوا د دې خبرداري په اړه ویلي، امنیتي تدابیر یې لا نور هم سخت کړي دي: ((لومړی خو زه د دوی په خبرداري نه یم خبر. که داسې وي، او دوی ویلي وي نو دوی دې خپل وس وکړي. موږ هم خپل وس کوو. خو زه به درته ووایم، چې موږ امنیتي تدابیر نور هم سخت کړل.))

پر کوټه ښار د راکټونو د توغولو دا لومړۍ پېښه نه ده. بلکې اکثره وخت، د ښار پر بېلا بېلو سیمو له نا مالومه ځایونو د توغندیو بریدونه کېږي؛ چې کله نا کله په کې مرګ ژوبله هم وشي.

د کوټې پر چاوڼۍ دا بریدونه پر داسې مهال شوي، چې د پاکستان د ازادۍ د ورځې تیارۍ روانې دي.

پولیسو د دې ورځې د امنیت لپاره لوی ګامونه اخیستي دي.
XS
SM
MD
LG