د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د سرفراز شاه وژونکي ته د مرګ سزا


کراچۍ: د جون په اتمه د سرفراز شاه د وژنې له ویډیو راخیستل شوی انځور
کراچۍ: د جون په اتمه د سرفراز شاه د وژنې له ویډیو راخیستل شوی انځور
ظفر کریمي، مشال راډیو


کراچۍ
- د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې، په یوه پارک کې د رېنجرز امنیتي ځواک د سرتېرو په ډزو کې د وژل شوي زلمي سرفراز شاه د وژنې د معاملې اورېدنه شوې ده.

د معاملې اورېدنه د ترهګرۍ ضد عدالت کړې د جمعې په ورځ کړې ده.

تر اورېدنې وروسته د عدالت جج بشیر احمد کوسه د خپلې فیصلې په ترځ کې د رېنجر یو سرتېري ته د مرګ، او پاتې پینځو سرتېرو او یو بل کس ته د عمر قید سزا اورولې ده.

د سرفراز شاه د کورنۍ غړي وايي د عدالت په پرېکړې خوښ دي.

د فیصلې تر مخې، پر سرفراز شاه ډزې کوونکي سرتېري شاهد ظفر ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

د روان میلادي کال د جون په اتمه، د کراچۍ په بې نظیر بوټو پارک کې د رېنجرز سرتېرو سرفراز شاه ویشتلی وو.

د پرېکړې تر مخې پینځه سرتېرو بهاو الرحمان، لیاقت علي، محمد طارق، منټار علي، او محمد افضل ته د عمر قید، او دوه، دوه لکه پاکستانۍ روپۍ جرمانه اورول شوې ده.

د فیصلې تر مخې، شاهد ظفر به د روانې میاشت په اته ویشتمه پر دار ځړول کېږي.


تر پرېکړې وروسته د سرفراز شاه مشر ورور سالک شاه وویل د عدالت په پرېکړه خوشال دی: ((زه په دې مطمین یم چې هغه کس چې زما ورور وژلی وو، هغه ته د مرګ سزا واورول شوه. او هغه کسان چې زما ورور یې په ژوبل حالت کې پریښی وو، هغوی ته د ټول عمر د زنداني کېدو سزا واورول شوه. زما دوعا ده چې دوی ته سزا ورکړل شي. او هغوی په هیڅ صورت ازاد نه کړل شي.))

د وژل شوي سرفراز شاه مور هم په داسې حال کې له رسنیو سره خبرې وکړې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې.

دې وویل: ((تاسو لاړ شئ او له خپلو میندو پوښتنه وکړئ چې هغوی له تاسې سره څومره مینه کوي؟ زما زوی هم ستاسې همزولی وو. زه به په هغې ورځ خوشاله شم چې زما د زوی وژونکی په دار وځړول شي.))

د رېنجرز امنیتي ځواک د سرتېرو وکیل شوکت حیات په دې اړه خبریالانو ته وویل چې د عدالت پرېکړه مني، خو د دې پرېکړې پر ضد به اوس لوړ عدالت (های کورټ) ته ځي.

د جون په اتمه، د سرفراز شاه د وژنې ویډیو، په سیمه کې یوه خبریال له ځانه سره جوړه کړې وه او بیا دا ویډیو د پاکستان په ټیلي ویژنونو وښودل شوه.

تر دې پېښې وروسته، د پاکستان د سترې محکمې (سپریم کورټ) مشر قاضي افتخار محمد چودري امر کړی وو چې د دې پېښې عدالتي اورېدنه دې د ترهګرۍ ضد عدالت وکړي.

د سرفراز شاه په وژنه د بشري حقونو ادارو، او د ټولنې وګړو زښت احتجاج کړی وو.
XS
SM
MD
LG