د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وزیرستانه خبریال تښتول شوی دی


د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان ځايي خبریال رحمت الله درپه خېل، نا مالومه کسانو تښتولی دی.

درپه خېل د پنجشنبې په ورځ، ماښام مهال، له میرامشاه تښتول شوی دی. نوموړي په سیمه کې د اوردو ژبې د یوې ورځپاڼې، او یوه ټیلي ویژن لپاره کار کاوه. د سیمې خبریالان وايي نه پوهېږي چې رحمت الله درپه خېل چا او ولې تښتولی دی. موده مخکې، د مې د میاشتې په پای کې د پاکستان یو بل خبریال سلیم شهزاد هم تښتول شوی وو چې درې ورځې وروسته یې مړی تر لاسه شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG