د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر اېجنسۍ کې چاودنه


د قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ په تیرا کې یوه چاودنه شوې ده چې په کې پینځه کسان وژل شوي دي.

د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، حکومتي سرچینې وايي، بېګا د شپې پر مهال، په تیرا کې د عالم شاه په نوم د یوه کس په کور کې د بمي چاودنې له کبله پینځه کسان وژل شوي دي. وژل شوي درې ښځې او دوه ماشومان دي. حکومتي سرچینې وايي دا کور پخوا وسله والو کاراوه خو اوس یې خالی کړی وو، او اوسمهال په کې عالم شاه له خپلې کورنۍ سره اوسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG