د لاسرسي ځای

د بې پيلوټه الوتکو بریدونه او د ولسي وګړو وژنې


د امریکا بې پيلوټه الوتکه

د امریکا بې پيلوټه الوتکه

ژباړه: مشال راډیو

سرچینه: نیو یارک ټایمز


د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې لخوا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ستایل کېږي چې د القاعده د ماتولو لپاره لوی کار تر سره کوي. مګر بلې خوا ته همدا بریدونه په دې هم بدنام دي چې په کې د ولسي وګړو د وژنې رپورټونه هم وي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د روان زېږیز کال د مې په شپږمه نېټه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي آی اې په پاکستان کې د افغانستان له پولې سره نېږدې له بې پیلوټه الوتکو د توغندیو برید وکړ.

په دې برید کې یو پک اپ موټر په نښه کړل شو چې په کې نهه اورپکي ناست ول.

د ورځپاڼې په خبره، په دې حمله کې ټول اورپکي ووژل شول او یو ملکي وګړي ته هم په کې زیان و نه رسېد.

ورځپاڼه لیکي: ((د برېتانیوي او پاکستانیو خبریالانو د یوه نوي رپورټ تر مخې د بې پيلوټه الوتکو په دې برید کې یوه مدرسه، یو هوټل او کور په نښه شو.))

په دې برید کې ۱۸ کسان ووژل شول چې په کې ۱۲ اورپکي ول خو شپږ ملکي وګړي ول.

ورځپاڼه د دې رپورټ تر مخې لیکي چې دا شپږ کسان صمد، جمشېد، دراز، اقبال، نور نواز او یوسف نومېدل.

هلته د امریکايي ولسمشر باراک اوباما د ترهګرۍ ضد چارو مشاور جان برینن د جون په میاشت کې ویلي ول چې له شا و خوا یو کال راهیسې په دې بریدونو کې، له اورپکو پرته یو بل کس هم نه دی وژل شوی ځکه چې دا بریدونه د ډېر لوړ مهارت، او کره والي پر اساس کېږي.

نور امریکايي چارواکي وايي چې د تېر کال د مې له میاشتې راهیسې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۶۰۰ اورپکي وژل شوي دي چې په کې یو هم داسې نه وو چې وسله وال نه وي.

د برېتانیې د پلټنیز ژورنالېزم بېورو په خپل یوه رپورټ کې وايي: ((په تېر کال کې د ۱۰ بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۴۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.))

دې ادارې خپلو رپورټ په قبایلي سیمو کې له خلکو سره د شویو مرکو پر اساس جوړ کړی دی.

په امریکا کې د د لانګ وار ژورنال ایډیټر بل روګیو وايي: ((طالبان پوځي اډې ته د بمونو جوړولو لپاره نه ځي، او نه هم روزنه تر لاسه کوي.))

دی وايي: په هغو ځایونو کې ((کورنۍ او ګاونډیان اوسي.)) د ده په خبره، هغه کسان چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي نو د دې لپاره ډېر زیار باسي چې ولسي وګړي و نه وژل شي. دی وايي بیا هم په دې بریدونو کې عام وګړي وژل کېږي.

دی زیاتوي، د سي آی اې دا خبره چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې هیڅ عام وګړي نه وژل کېږي، ښايي سمه نه وي.

خو د امریکايي ولسمشر باراک اوباما مشاور جان برینن وايي تر یو کاله امریکايي حکومت داسې هیڅ شواهد نه دي تر لاسه کړي چې له افغانستان یا عراقه بهر، د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال دې د ولسي وګړو د وژنې خبره وي.
XS
SM
MD
LG