د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: سږکال ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي


د پولیو یو ماشوم په خپل ښوونځي کې
د پولیو یو ماشوم په خپل ښوونځي کې


دنولس سوه څلورنيوي میلادي کال راهیسي په پاکستان کي د ګوزڼ ناروغۍ دمخنیوي لپاره مهم پيل شوی. چي لاهم دبلوچستان په شمول دپاکستان په ټولوصوبو کي روان دی.

دملګرو ملتونودروغتیا دنړیوالي ادارې په ویناپه تیرو پنځلسوکالو که څه هم دپولیو ناروغي ترډیره ځايه ختمه شوې، خوپه ځينوسیموکي ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي.

دکوټي دپولیو څانګي يومشرډاکټرسیف الله جوګیزی ددې لامل دې سیموته کوچیانوتګ راتګ یادوي؛ يواځي سږکال چي موږ کومه سروې کړې ده په هغه کي مالومېږي چي دې صوبې یعني بلوچستان څورلس زره اته کوچیان راغلي دي. دسندهـ له خواهم او دافغانستان له خوا هم . اوس موږ پرېکړه کړې ده چي دې کوچیانوته به هم په هرمهم کي خصوصي ډلي لېږو، ترڅوپه دوي کي هم دغه د ګوزڼ وایروس ختم شي؛

د ګوزڼ ناروغان له خپلو نورو همځلو سره په ښوونځي کې


سره له دې چي درې درې میاشتي وروسته په بلوچستان کي د ګوزڼ دڅاڅکو ورکولو مهم چلېږي. خوله هغه باوجود هم سږکال ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي. د ګوزڼ یا پولیودڅاڅکو ورکولو باوجوددماشومانوله همدې ناروغۍ څخه متاثره کېدل علت څه دی.

د ګوزڼ څانګي يوبل مشرډاکټرایوب کاکړ وايي؛" کله دغه دوه څاڅکي چي ماشوم ته ورکړل شي کېدای شي هغه يې بیرته الټي کړي. یاځيني وخت هغه ماشوم دومره زیات کمزوزی وي چي هغه دغه دپولیو څاڅکي هاضمه کولی نشي. یاکله بیاماشوم ته د دست ناروغي لګېدلې وي، او هغه څاڅکي چي په خوله يې ورکړي وي، بیرته سیدها ووځي٬٬

په بلوچستان کي دصحت څانګي د ګوزڼ ناروغۍ دمخنيوي لپاره څه کړي
دامي په دې صوبه کي دصحت له صوبايي وزیرعین الله شمس څخه وپوښتل..

دی وايي ،"موږ هڅه کوو چي دغه د ګوزڼ ناروغۍ ژر ترژره ختمه شي. خوله بده مرغه زموږ سره ترټولو لویه مسله دا ده چي کورنی يې انکار وکړي. او وايي موږ خپلو ماشومانو ته دغه څاڅکي نه ورکوو. ما يو وخت داهم وړاندیز ورکړی وو، چي دغو انکاري کورنیوته دي يې په زوره ورکړل شي خوبیاهغه وړاندیز هم رد شو؛

په ډيری سیموکي ځيني علماء دپګوزڼ پرضد خبري کوي. له عین الله شمس څخه مي وپوښتل. دداسي علماو سره يې کله خبري شوې او که نا؟ چي دپ ګوزڼ دڅاڅکوپرضد خبري کوي.دصحت دڅانګي وزیريې په ځواب کي وویل؛

په پاکستان کي چي څومره هم لويي مدرسې دي هغې يوې هم دپولیو دڅاڅکوپرضد فتوا ورکړې نه ده. داځيني خلک چي په ګلیوکوڅوکي ناست وي او له ځانه دغه قسم فتواوي ورکوي نو دهغو په اړه څه نشم ویلای. ځکه هغه کسانو ترننه نه هم دبائیوکیمسټري نوم اورېدلی او نه هم په دې پوهيږي. بیا څنګه دوي ددې په ضد خبري کوي؛

د ګوزڼ یو ناروغه ماشوم

نه يواځي دبلوچستان په ځينو لروپرتوسیموکي داسي سیمي شته چي هلته ماشومانوته دپولیوڅاڅکي نه ورکول کېږي، بلکې ددې صوبې په سرښار کوټه کي ځيني داسي سیمی شته چي هلته هم ماشومانوته ددې څاڅکو ورکولو څخه انکار شوی. ډاکټرسیف الله جوګیزی بیاهم داسيمي راپه ګوته کړې؛

په هرپولیو مهم کي موږ دهغو سیمونومونه لیکو. زه به تاسو ته ووایم چي دلته په کوټه کي کچلاغ، پښټون اباد، بلیلي ، خروټ اباد او کوتوال سیمي دي، چي هروخت ماشومانوته ددې څاڅکو ورکولو څخه انکار کوي؛

سره له دې چي په دې صوبه کي ماشومانو دپولیو څاڅکو ورکولوباوجود ماشومان له همدې ناروغۍ څخه متاثره شوي. او دملګروملتونود روغتیا نړیواله اداره یې لاملونه ډیر څه بولي، خوددې صوبې دصحت دڅانګي چارواکي اوهم وزیريې يواځينی لامل دکورنیوانکار بولي. ددوي په ویناترڅوچي يې ماشومانوته دپولیو څاڅکي په پرله پسې توګه ورکړي نه وي. له دې صوبې څخه یاده ناروغي ختمېدلی نشي.
XS
SM
MD
LG