د لاسرسي ځای

د بدهايي آثارو د نندارتون یوه پېچلې کیسه


په نیویارک کې د بدهايي آثارو نندارتون پيل شو

په نیویارک کې د بدهايي آثارو نندارتون پيل شو

په داسي حال کي چي د امريکا او پاکستان اړيکي خړ پړ دي، په پاکستان کي سيلاونه، چاودنې او تشدد دی، خو ددې هر څه بر خلاف په نيويارک کي له پاکستانه راوړل شوي د ګندهارا تاريخي آثار په يوه نندارتون کي ايښودل شوي دي.



ګندهارا آرټ ، د پاکستان د بدها ورثه تر عنوان لاندي تاريخي آثار د ايشيا سوسائټي نومي يوې اداري له خوا په روانه اونۍ کي نندارتون ته وړاندي شول.


دا آثار د اسلام تر راتلو له مخه د پاکستان د شمالي برخو تاريخ بيانوي چی سوات يی هم برخه ده.


د فرانس خبري اژانس په وينا په نندارتون کي ويل شوې چي ګندهارا د کلتور او آرټ مرکز او له لومړي بيا تر پنځمي عيسوي پيړی پوري د يو شمير سلطنتونو پړاو وو.


د ايشيا سوسائټي د ميوزم مشرې مليسا شیو اژانس ته ويلي سره له دې چې پاکستان د انتهاپسنده تشدد تصویر ورکوي خو دا سيمه د برداشت او ګڼ فکريتوب ډير زوړ روايت لري.


پر ډبرو نقش و نګار او د سرو زرو او میسو داسي کار شوی چي په کې د تاريخی يونان، روم، هند او په پاې کي د بدهیزم اثر له ورايه ښکاري.


که څه هم بدهايي آثار يوه نيم زر کاله زاړه دي خو د فرانس خبري اژانس په وينا تر نيويارکه پوري د رارسولو قصه يي هم دومري غير معمولي ده لکه څومري چي د دوی د سلګونو کلونو سفر دی.


مليسا شيو خبري اژانس ته ويلي چي ايشيا سوسایټي له تيرو دوو کالو راهيسي لګياوو چي شاوخوا اويا شيان نيويارک له راوړي.

په افغانستان او پاکستان کې په بیا بیا د پولیس لخوا بدهايي آثار له قاچاقبرانو څخه نیول کېږي

دا وايي د راوړلو لپاره د پاکستان تر لسو زياتو بيوروکريټک مرحلو څخه تيريدل يو مشکل کار وو خو چې کله تر دې تير شو نو د تيرکال سيلاونه ددوی په خبرو اترو کي خنډ شول.


بيا چي کله په پنډو پنډو کاغذي کاروايي وشوه نو د پاکستان حکومت د خپلو بدلونو پر وخت د کلتور وزارت مات کړی او دا داسي وخت وو چي ايشيا سوسایټي له کلتور وزارت سره تړون دېر دمخه لا س ليک کړی وو.


د اژانس په وينا چي کله د مارچ په میاشت کي بيا دا سلسله پیل شوه نو په لاهور کي د سی آی اې د کارکوونکي له خوا د دوو پاکستانيانو وژني د دواړو هيوادونو اړيکي خرابي کړل او دا کار بيا په مينځ پريښودل شو.


خو په پای کي چې کله تړون و شو او قيمتي شيان وړلو ته تيار شو نو په پاکستان کی د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کيدو پيښه رامينځ ته شوه نو کار بيا پر ځای پاته شو.


مليسا شيو زیاتوي چي کله د اسامه بن لادن د وژني وروسته بيا د شيانو د راوړلو فيصله وشوه نو په کراچی کي تشددپيل شو او هغه خلک چي دا سامانونه به يی ګاډو ته خيږول له ويري له کورونو نه راوتل.


خو بيا د ميوزم کارکوونکي مجبوره شو او هغه ځای ته لاړو او سامان يي ګاډو ته واچولی . داډول بلاخره سامان نيويارک ته رهي کړل شو.


د نيويارک دا نندارتون چي په سه شنبه پيل شو د اکتوبر په ديرشمه نيټه به پای ته رسيږي.
XS
SM
MD
LG