د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د امبولانسونو ستونزه حل شوه .


 د امريکا نړيوالې پرمختيايي اداري له کندهار د ۱۱ امبولانسونه مرسته وکړه .
د امريکا نړيوالې پرمختيايي اداري له کندهار د ۱۱ امبولانسونه مرسته وکړه .


سيدشاه سقیم ¸ کندهار


د امريکا د متحده ايالاتو پر مختيايي ادارې یو اېس اېډ په کندهار کې د عامې روغتيا له رياست سره د يوولسو امبولانسونو مرسته کړې ده .
د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې تر دې وړاندې د امبولانسونو نه شتون دوى له ستونزو سره مخ کړي وو خو له دې وروسته به دوى کولاى شي بېلابېلو روغتونو ته پر وخت بېړني ناروغان ورسوي

د عامي روغتيا رياست وروسته له هغه دغه خبره کوي چې د امريکا نړيوالې پرمختيايي اداري ورسره د ۱۱ امبولانسونه مرسته وکړه .

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په هغه غونډه کې چې د ورکولو شويو امبولانسونو کيليانې پکې د عامي روغتيا رييس ته سپارل کېدې وويل چې اوس به د عامي روغتيا رياست وکولاى شي روغتونونو ته ناروغان په اسانۍ سره ورسوي.

د کندهاريانو د پاره د ښه خدمت په خاطر نن مونږ يو بل ګام اخلو . نن يوولس عرادې ډېر نوي امبولانسونه د کندهار د ښاريانو او ناروغانو د خدمت د پاره د عامي روغتيا د رياست په چوکاټ کې فعاليت پيلوي

دا اېمبولانسونه په جدیدو وسایلو سمبال دي
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا بيا وايي، چې دوى ته ورکول شوى هر امبولانس شپږ څلوېښت زره شپږ سوه امريکايي ډالر قيمت لري او په هر ډول بېړنيو او اړينو روغتيايي سامانونو سمبال دي.

دغه ۱۱ امبولانسونه ، د مريضانو لېږدولو لپاره منظم ځاى لري ، اکيجسن او اير کنډېشن لرونکى دى. د دوا درملو د ساتلو ، د نرس او د مريض د پايوازانو د ناستې لپاره په دغو امبولانسونو کې ښه ځايونه شته. کله چې په دغه امبولانس کې ناروغ له يو ځاى څخه بل ځاى ته لېږدول کېږي د انتقال په جريان کې به ډېر په ارام وي او بېړنۍ طبي مرستې به هم په همدغه امبولانس کې تر لاسه کولاى شي

يو ايس ايډ ادارې تر دې وړاندې هم په کندهار کې له دولت او ولس سره د ژوند په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي چې يوه يې کندهار ښار ته د برېښنا د ورکولو لپاره د غټو جنراټورونو مرسته وه چې زياتې اندازې پورې د کندهار ښآريانو د برق ستونزې حل کړې دي.
XS
SM
MD
LG