د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیڅ بلوه ګر به وراني ته پرېنږدو .کېمرون



د برتانيیا وز يراعظم ډيويډ کيمرون وايي په لندن او د هيواد په نورو ښارونو کې د ۴ ورځو بلوو، سوزولو او د لوټ مار وروستو ځوابي کاروایاني رواني دي.

کيمرون خپله رخصتي لنډه کړه چې په روان بحران قابو ومومي،دی وايي په ۳۰ کالو کې دا د هيواد بد ترينه پيښې دي.

کيمرون په تيلي ويژن بيان کې ويلي په کوڅو کې د امن پرځاي کولو لپاره به هر ممکن او ضروری ګام پورته کوي.

دی وايي د اوبو توپونه، چې په برتانییا کې چرې هم نه وو استعمال شوې او د ربړ ګولۍ به پوليسو ته ورکول کېږي .

لندن کې چېرته چې په زرګونو اضافي پوليس ګمارل شوي دي،اوس حالات قابو دي خوبلوې مانچېسټر او برمنګم ته غځېدلې دي. په لندن او نور ښارونو کې بيداري ډلې جوړې کړی شوي دي چې وداني او سيمي د فساديانو او د لوټ مارو نه محفوظ وساتي.

چارواکي دا بلوي مجرمانه فعل بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG