د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور بریدونو ګڼه مرګ ژوبله اړولې


د پيښور ښار لاهوري دروازه کې دوو ځانمرګو بریدونو د ۴ پوليسوالو پشمول ۷ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زيات ژوبل شوي دي.

پيښور کې د مشال ريډيو خبريال د پوليس چارواکي اعجاز احمد خان له خولې وايي لومړی برید نن سهار وختي د پيښور ښار لاهوري دروازه کې هغه وخت و شوه کله چې د پوليسو يو ګاډي سرتېري رسول .

په دي چاودنه کې ۴ پوليسواله او يو د سکول طالب علم وژل شوی دی . چاودنه کې ۲۴ کسان ژوبل دي چې ۱۷ پکې پوليسواله دي.

دويم ځانمرګی برید هم په ځای شوی چې پکي دوه کسان ووژل شول او ۱۶ ژوبل شوي دي.
د پيښی پړه تراوسه پوري له چا په غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG