د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې ځانمرګو بریدونو ګڼه مرګ ژوبله اړولې


په ځانمرګي برید کې یو زخمي ماشوم د پولیس لخوا روغتون ته وړل کېږي
په ځانمرګي برید کې یو زخمي ماشوم د پولیس لخوا روغتون ته وړل کېږي
د پيښور امنيتي چارواکي وايي ، د نن ورځې په ځانمرګيو بریدونواو بمي د اوو پولیسو په ګډون ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا چاودنې نن سهار د پيښور ښار په یوه ګڼ میشته سیمه لاهوري دروازه کې وشوې.

د پولیسو د معلوماتو له مخې لومړۍ چاودنه سهار مهال د پولیسو پر یوه لارۍ ډوله موټر وشوه چې اضافي سرتيري یې ليږدول.

په پيښور کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې پولیس وايي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت یې ځانګړي امنيتي تدابیر نيولي او په زرګونو اضافي سرتيري یې په ټول ښار کې ځای پر ځای کړي.

د پوليسو یوه مشر افسر اعجاز د پېښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل چېپه دغه ګادي کې د تحصیل تاڼې اضافي پولیس د ښار لوي امنیتي مرکز ته رسول کېدل چې په روژه کې هر مازیګر دلته امنیت ساتي او بیا سهار بیرته پولیس لاین ته وړل کېږي.


نوموړي د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه زیاتوي، په دې لارۍکې چې ټول ۲۴ تنه پولیس پکې سپاره وو پېنځه تنه یې وژل شوي او ۱۷نور یې ټپيان دي، همداشان یو تن لاروی ماشوم وژل شوی او ۱۷ تنه نور ولسي خلک ټپیان دي.
له شواهدو ښکاري چې شاوخوا اته کیلو چاودیدونکي مواد د سړک غاړې ته په یوه رېړۍ کې اېښودل شوي وو چې له لرې کنترولیده٬٬
په دې چاودنه کې یوې رکشې او شاوخوا څو دوکانونو ته هم سرسري زیان اوښتی او د څیرمه ځینې کورونو ښيښې هم ماتې شوي.

د پيښې یوه عیني شاهد سهار ګل چې د کور مخې ته یې دا چاودنه شوې وویل،دا دومره زوروره چاودنه وه چې شاوخوا کورونه یې د زلزلې په شان ولړوزول.

د ملک میر په نوم یوه بل کس وویل چې په چاودنه ګڼ شمير پولیس او ولسي خلک یې ليدلي چې په وینو کې لت پت پراته وو.

پولیس همداشان وايي چې تر دې چاودنې څه باندې دوه ګنټې وروسته په داسې حال کې چې ټوله سیمه ددوی له لوري کلابنده شوه وه د یوې ناپيژاندې انجلۍ له خوا پر پولیس ناکامه ځانمرګی برید وشو چې په ترڅ کې یې د برید کوونکې په ګډون دوه تنه ووژل شول او یوولس نور ټپيان شول.
د پولیسو د معلوماتو له مخې یوې شاوخوا پينځلس کلنې نجلې غوښتل د چاودنې ځای ته چې ګڼ شمير لوړپوړي چارواکي مامورین او د پولیسو افسران پکې موجود و ځان ورسوي خو همدا چې په لومړي امنيتي کمربند کې یې مخه ونیول شوه نو له ځانه تړلیو چاودیدونکیو موادو ته یې چاودنه ورکړه.

د پولیسو په خبره که څه هم دغه مواد په بشپړه توګه ونه چویدل خو بیا هم د پولیسو په ګډون یو تن پکې ووژل شو او لس نور ټپيان شول.

په پيښور کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې پولیس وايي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت یې ځانګړي امنيتي تدابیر نيولي او په زرګونو اضافي سرتيري یې په ټول ښار کې ځای پر ځای کړي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا تحریک طالبان چې دهرې دا ډول پيښې مسوولیت مني تر اوسه لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو دغې ډلې په تیره می میاشت کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته ویلي وو چې پر دولتي ځواکونو به خپلې حملې ګړندۍ کړي.
XS
SM
MD
LG