د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارزګان کې د سړک غاړې چاودنې نهه تنه وژلي


د افغانستان د ارزګان ولایت په ( دهراوت ) ولسوالۍ کې تیر ماښام د پولیسو یو موټر د سرک غاړې په یو ښخ شوي ماین ور ختلی چې له امله یې نهه کسان وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې پنځه د پولیسو سرتیري او څلور ولسي کسان وژل شوي او د پولیسو یو بل سرتیری ژوبل شوی دی.

بل پلو د کندهار په شا ولي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر مېنځ پيل شوې نخښته پاى ته رسېدلې ده. افغان چارواکي وايي په دې پېښه کې د یو قوماندان په ګډون شپږ مخالف وسله وال وژل شوي ، دکندهار د امنیت امر شیرشا یوسفزی وايي د مخالفو نه یې مهمات هم نیولي دي.
کندهار د افغانستان د ناارامو ولایتونو حخه ګڼل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG