د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لندن کې د لیبیا د عبوري ملي شوري استازی سفیر شو




د لیبیا په اړه بل خبر دا چې د برتانیا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي وايي د لیبیا د یاغیانو د عبوري ملي شوري استازو په لندن کې د لیبیا په سفارت کې خپلې چوکۍ سنبالې کړي دي.

دبرتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وايي د لیبیا عبوري ملي شوري قانوني حیثیت لري نو ځکه دا ښه خبره ده چې ددوی استازي په لندن کې د لیبیا په سفارت کې کار شورو کړي.

دا پرمخ تګ له هغه وروسته شوی چې د کینیډا د بهرنیو چارو وزیر جان بیرډ تیره ورځ اعلان وکړ چې هیواد یې د کرنل قذافي د حکومت سفارت کارو ته په پنځو ورځو کې د کینیډا د پرېښودلو امر کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG