د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برتانییا کې بلوې نورو ښارونو ته غځېدلي دي



نن دبرتانیا وزیراعظم ډیوډ کیمرون ویلي حکومت به یې په هیواد کې د څلورو شپو راهیسې روانې بلوې ختمې کړي. دا پیښې چې پکې بیلا بیلو ښارونو کې شوکې شوي او اورونه اچول شوي په تیرو دیرشو کالو کې دبرتانیا ترټولو بدې پیښې دي.

ډیویډ کیمرون ویلي حکومت به یې د امنیت ټینګولو لپاره ټول ګامونه په پام کې نیسي.

دی وايي د تشدد دا لړۍ د زغملو وړ نه ده. دا به خامخا ودرولې شي. مونږ خپل هیواد کې داسې حالات نه پریږدو او مونږ په خپلو لارو کوڅو کې د ویرې او ترهې دود نه منو.

په لندن کې دامنیت ټینګولو لپاره په زرګونه اضافي پولیس ځای پر ځای کړل شويدي و او تیره شپه دې ښار کې نسبتاً آرامي وه. خو په نورو ښارونو برمنګم او مانچسټر کې بلوې شوې دي. دا بلوې چې د تیر خالي په ورځ شورو شوې تر دې دمه د پولیسو لخوا په سوونو خلک نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG