د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار او روزګان کې نښتې ۱۶ تنه وژل شوي


په کندهار کې د ستر احمدشاه بابا مقبره
په کندهار کې د ستر احمدشاه بابا مقبره


شاه سقیم ،کندهار


د کندهار ولايت په شا ولي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر مېنځ پرونۍ پيل شوې نښته تر اته ساعته دوام وروسته پاى ته رسېدلې ده چې د چارواکيو په خبره د يو قومندان په ګډون پکې شپږ تنه وسله وال وژل شوي او دوى ته يې وسلې او نور چاودېدونکي توکې په لاس ورغلي دي.

د کندهار د امنيت امير سمونوال شېرشاه يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې په دغه نښته کې دولتي چارواکيو ته ځآني زيان نه دى اوښتى خو له وسله والو څخه د جنګ په ميدان کې پاتې شوې وسلې او مهمات يې لاس ته ورغلي دي.

((شپږ تنه طالبان مړه دي. دوه ميله ماشيندار کلاشنکوف، څلور حلقې ماينونه دوه شل کيلويي ډبې چاودېدنکي توکي د پوليسو لا سته راغلي دي ، د دولتي چارواکيو يوازې مرمۍ مصرف شوې دي او نور ځاني زيان نه لري.))

د افغان دولت مخالف وسله وال طالبان بيا وايي چې په دغه نښته کې يې د ماين په يوه چاودنه يو ټآنګ الوزلى او يو شمېر پوليس يې هم وژلي دي .

بله خوا بيا د روزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د پوليسو په يو موټر د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى ماين چاودېدلى دى چې له امله يې پېنځه تنه پوليس او څلور عام وګړي وژل شوي او يو بل پوليس ژوبل دى.

په روزګان ولايت کې د جرمونو پر ضد د مبارزې مدير ګلاب خان وايي چې چاودنه د هغه ماين د چاودېدو له امله شوې ده چې د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى وو .

دده په خبره په دغه نښته کې د پېنځو تنو پوليس په ګډون نهه تنه وژل شوي دي .

((دغه چاودنه د شب غازي په کلي شوې ده . په يو رنجر موټر هغه ماين چې مخالفينو ځاى پر ځاى کړى وو چاودېددلى دى، د چاودنې په نتېجه کې پينځه پوليس وژل شوي او څلور تنه عام وګړي چې د پېښې په ځاى کې وو هم وژل شوي دي او يو بل پوليس ژوبل دى ، په پېښه کې وژل شوي کسان پېنځه پوليس او څلور عام وګړي دي ))

د ګلاب خان په خبره دا مهال پلټنې روانې دي خو تر اوسه لا له پېښې سره د تړاوو لرلو په تور څوک نه دي نيولي شوي ،

تر دا مهاله پورې د پېښې مسوليت هم کومې ډلې نه دى منلى.

په روزګان ولايت کې څو ورځې وړاندې په ډله ييزو ځانمرګي بريدونو کې د يو خبريال په ګډون شپږ پېنځوس تنه مړه او ټپيان شوي وو .
XS
SM
MD
LG