د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې ښځو د امن جنډۍ اوچته کړه


په کراچۍ کې د هدفي وژنو پرضد د بشري حقونو یوه مبارزه د سولې لاریون کې برخه اخیستې

په کراچۍ کې د هدفي وژنو پرضد د بشري حقونو یوه مبارزه د سولې لاریون کې برخه اخیستې



فرخنده وزیر / پراګ

ډان ورځپاڼه لیکي، د کراچۍ اوسېدونکو ښځو په لومړي ځل په ډاګه د دغه ښار د امن لپاره اواز پورته کړی، او پکار ده چې دوی دغه کار پرمخ یوسي.

د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې ذبیده مصطفا لیکي، په کراچۍکې د امن راوستلو په لړ کې یوه ښه خبره دا مخې ته راغلې، چې ښځو هم پر دې ټینګار کړی ، باید اوس د کراچۍ د امن لپاره ټول په ګډه کار وکړي. د تیر خالي په ورځ د ښځو د حقوقو لپاره کارکونکې نرګس رحمان په یو خبري کنفرانس کې وویل، دا یواځې د حکومت کار نه دی ، باید دوی ټول په دې کې خپل رول ولوبوي ، چې څنګ به په دغه ښار کې امن پرځای کوي.

لیکواله وایې یوه ښځه چې د یو ماشوم د زېږولو له سختو نه تېریږی باید د خپل سیاسي ګوند په هغه خبرو کې برخه وانخلي، چې مقصد یې په یو بل تورونه لګول وي ، او د انسانی ژوند د بچ کولو لپاره کار وکړي.

نرګس رحمان سره د خپلو نورو ملګرو د کراچۍ د اوسیدونکو یو تنظیم کراچي کنسرنډ سیټیزن فورم چې پکې ۶۵ غیر سرکاري ادارې شاملې دي، لخوا د کراچۍ ښار په خلکو زور راوړو ، چې راپاڅي او د امن لپاره خپل اواز پورته کړي.

ذبیده مصطفا لیکي ، دا یو ښه ګام دی ، چې د مدني ټولنې خلک راپاڅېدل او د کراچۍ په حالاتو یې خبری وکړې.

په دغه خبری کنفرا نس کې نرګس رحمان دا هم وویل، چې باید په ښار کې د سیاسي ګوندونو سره په تعلق لرونکو خلکو د وسلې په ښکاره ګرځولو مکمل بندیز ولګول شي. او څوک هم دې ته پرې نښودل شي، چې په ډاګه څوک ووژني، ټول سیاسي ګوندونه دې په خپل مینځ کې د ورانکارو پیژندګلو وکړي، او دوی ته دې سخته سزا ورکړل شي.

لیکواله وایې ، دا خبره ډیره مهمه ده ، چې د کراچۍ په اوسیدونکو کې ښځو تر ټولو اول د امن لپاره اواز پورته کړو، او په دې لړ کې نرګس رحمان ډیر ښه رول ولوبوو چې د خلکو پام یې دې مسلې ته راوګرځولو.

ډان ورځپاڼه لیکي په یوه ټولنه کې د امن راوستلو په لړ کې ښځې ډیر مهم رول لوبولی شي، او باید پاکستانۍ ښځې هم د خپل ملک د مسلو په اړه خبرې وکړي، او زیاتوي دلته دا پوښتنه هم ده ، چې په سیاسي ګوندونو کې کارکونکې ښځې هم باید د کراچۍ او دا شان د ملک د نورو حالاتو په اړه خبرې وکړي.

لیکواله وایې په کراچۍ او دا شان په ټول ملک کې په هر یو سیاسي ګوند کې ښځې شته، او په یو شمیر مهمو څوکیو هم کار کوي، خو دوی تر اوسه په داسې مسلو خبرې نه دي کړي، باید دوی راپاڅي ، او د امن لپاره کار وکړي.


لیکواله وایې یوه ښځه چې د یو ماشوم د زېږولو له سختو نه تېریږی باید د خپل سیاسي ګوند په هغه خبرو کې برخه وانخلي، چې مقصد یې په یو بل تورونه لګول وي ، او د انسانی ژوند د بچ کولو لپاره کار وکړي، او زیاتوي ښځې د بد امنۍ نه تر ټولو زیاتې متاثره کیږی نو باید تر ټولو زیات د امن لپاره دوی کار وکړي.
XS
SM
MD
LG