د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما وژل شويو سرتېرو ته پیرزوینې وړاندې کړې


ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو تابوتونو ته سلامي کوي
ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو تابوتونو ته سلامي کوي

ژباړه ګل آیاز پراګ

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان وردګ ولايت کې د وسله والو طالبانو لخوا د غورځېدلي هېلي کاپټر په پيښه کې وژل شويو ۳۰ سرتيرو ته د عقيدت پيرزوني وړاندې کړي دي.

خبری اژانسونو اې ايف پي او اې پي ليکي چې اوباما په هېلي کاپټر کې ډوور هوايي ډګر ته, لاړي چېري ه چې د د وژل شويو ۳۰ تنه سرتيرو مړي د اخری مراسمو لپاره په سي ۱۷ الوتکه کې راوړل شوي وو. دا مړي په جلا جلا تابوتونو کې وو اوله پيژندګلو وتلي وو.

سپنۍ ماڼۍ په خپل خپور شوي بيان کې دا دستوره خاموشه او غمزده بللې او ويلي یې دی چې دا د قرباني يو لوی مثال وو .

خبری اژانس اې ايف پي ليکي اوباما سي ۱۷ الوتکې ته وخوت او هر يوه وژل شوي سرتېري تابوت ته ودريدو پر وخت به یې سلامي ورته کوله.

په هوايي ډګر کې له ولسمشر اوباما سره د امريکا ددفاع چارو وزير ليون پينيټا، مايک مولن د سمندري ځواکونو مشر ايډمرل ګری رف هيډ او نور لوړ پوري چارواکي هم موجود وو.

پر دې مهال د وژل شوو سرتيرو د کورنیو ۲۵۰ غړي هم موجود وو، خبری اژانس زياته وي چې ولسمشر د وژل شوي سرتيرو کورونيو غړو سره څه باندې یوه ګنټه وخت تېر کړ او له هغوی سره سره غم رازي وکړه.

د شینوک هېلي کاپتر په پېښه کې په وژل شویو کې د امریکايي سیلز ځوکوانو ۲۲ سرتېري د هوايي ځواکونو ۳، د الوتکې ۵ تېکنيکاران ، ۷ افغان پوځيان او يو ژباړن شامل وو.

سپنۍ ماڼۍ په خپل خپور شوي بيان کې دا دستوره خاموشه او غمزده بللې او ويلي یې دی چې دا د قرباني يو لوی مثال وو.

ولسمشر اوباما د ګل په ورځ ويلي وو چې دا قرباني د نور ملګرو پوځيانو لپاره هڅه ونه ده. ولسمشر په افغانستان کې د کار جاري ساتلو ژمنه وکړه او زياته یې کړه چې دوی ته معلومه ده چې ځواکونه به د قوي او مضبوط افغان حکومت لپاره نور سخت محنت وکړي او دا خبره به باوري کړي چې افغانستان به نور د ترهګرو محفوظه پناه ګاه نه وي. اوباما وويل چې دوی به په ترهګرو فشار زياته وي او بری به د دوی په برخه وي.


خبري اژانس ليکي چې وژل شوي سرتېري د هغه امریکايي سيلز ځواکونه برخه ول چې په پاکستان کې د می په مياشت کې یې اوسامه بن لادن وژلی وو.

د خبري رسنیو د خواست باوجود ميډيا د دي دستوري د نيغ په نيغه رپورټ ورکولو نه منع کړی شوي وو.

ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ م کال کې په ميډيا هغه بنديزونو کې نرمي راوستي وو چې د وژل شويو سرتيرو د مړیو خپل وطن ته په راوړلو به یې نيغ په نيغه رپورټونه خپره ول.

خبری اژانس اې ايف پي د امريکا د پوځي مرکز پيټاګون لخوا ليکي چې د وژل شوو سرتيرو شناخت ډير مشکل وو ځکه چې دا پيښه ډيره زوره وره وه او د وژل شوو سرتيرو کورنۍ هم نه غوښتل چې ددې دستوري نيغ په نيغه رپوټونه خپاره شي. او د وژل شويو سرتيرو نومونه هم نه دي خپاره شوي.

خبري اژانس اې ايف پي د ډوور هواي ډګر مرده خانې يو چارواکي له خولې ليکي، د سرتيرو شناخت به د ډي اين اې د غاښونو دv يکارډ او د ګوتو له نښو معلوموي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG