د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشکوکه ډرون برید مشکوک اورپکي وژلي


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
مشکوکو امریکايي بې پایلټه الوتکو د شمالي وزیرستان د میرام شا په ګورا قبرستان سیمه کې د مشکوکه اورپکو په پټن ځایونو د توغندیو په برید کې د چارواکو په وینا په ترڅ کې لږ تر لږه شل وسله وال وژلي دي.

دابرید د شپې د دوه بجو پرمهال شوی دی. د پاکستاني استخباراتي ادارې او په سیمه کې د پولیټیکل ایجنسۍ چارواکي پېښه تاییدوي ، دوی وايي وژلو شويو کسانوکې د حقاني اورپکې ډلې کسان او بهرني اورپکي هم شامل دي .

امریکا په بیا بیا پر پاکستان زور راوړی چې په شمالي او جنوبي وزیرستاان کې دې پوځي عملیات ترسره کړي،خو پاکستان وايي چې خپلو مځکنیو حالاتو ته په کتو سره به په سیمه کې پوځي ګام پورته کوي.

په اګست میاشت کې په شمالي وزیرستان د بې پایلټه الوتکو دادریم برید دی چې ترسره کیږي.

په افغانستان کې دېره نړیوال ځواکونه ادعا کوي چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د سراج الدین حقاني ډله، القاعده ډله،چیچن ،ازبک او تحریک پاکستان وسله وال اورپکي له پولې پورې غاړه په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونه ترسره کوي.

او ددغه ډلو د د وهلو لپاره امریکا په بیا بیا پر پاکستان زور راوړی چې په شمالي او جنوبي وزیرستاان کې دې پوځي عملیات ترسره کړي،خو پاکستان وايي چې خپلو مځکنیو حالاتو ته په کتو سره به په سیمه کې پوځي ګام پورته کوي.

ډرون بریدونه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د تندلارو اور پکو ډلو پر وړاندې یوه موثره وسله بلل کېږي،چې تر اوسه یې په سلګونه ځايي او بهرني اورپکي وژلي دي خو داسې رپوټونه دي چې په دغه بریدونو کې ځايي خلکو ته هم زیان رسېږي.
XS
SM
MD
LG