د لاسرسي ځای

په نړۍ کې د ونډو بازار ضربه خوړلې


په نړۍ کي د ونډي بازارونه په داسي حال کي راغورځيدلي چي د امريکا د قرضونو د اخیستو په اعتبار کي د کمي راتلو وروستو د نوي بحران رامنځ ته کيدو انديښني څرګنديږي.

په تيرو نهه مياشتو کي پرون په لومړي ځل د امريکا د ونډو بازار تر ټولو لاندې کچې ته پرېوتی دی ، دا کاروبار له هغې وروسته په لومړي ځل شوی چې د سټینډرډ اینډ پوورز په نوم ادارې د امریکا د پوراخسیتنې د اعتبار درجه ښکته کړې.

په نيويارک مارکيټ کي د تيلو نرخ پنځه اعشاريه اوه پنځوس ډالره کم شوی او د سرو زرو د يو اونس نرخ يو شپيته اعشاريه څلويښت ډالره سېوا کيدو سره نوی ريکارډ جوړ کړی دی ، په امريکا کي د سټاک مارکيټونو د راپريوتو وروستو هم دا شان په يورپ ، جنوبي ايشيا او لا طيني امريکا کي هم مارکيټونه راپريوتي دي.
XS
SM
MD
LG